نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د ژغورنې چارواکو او پولیسو ویلي دي چې د پاکستان په شمال کې یو مسافر وړونکی موټر له غرني سړک څخه ووت او سیند ته ولوېد، چې له امله یې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. / Anadolu Agency (Wire)

پولیس وايي دا پیښه د ګلګت بلتستان په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د پولیسو سیمه ییز چارواکي محمد افضل د جمعې په ورځ وویل چې دا پېښه د پنجشنبې په شپه د ګلګت بلتستان په سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړ.

د ژغورنې ډلو وویل چې د پلټنې او ژغورنې عملیات د جمعې تر سهاره پورې دوام درلود. د ټولو ۱۱ وژل شویو کسانو جسدونه او درې ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیمې اعلی وزیر امجد حسین په یوه بیان کې د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د غوره طبي درملنې ډاډ ترلاسه کړي.

په پاکستان کې ترافیکي پېښې ډېرې عامې دي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو ضعیف تطبیق او د موټر چلولو ناامنه کړنې د حادثو لامل کیږي، په ځانګړې توګه په غرنیو سیمو کې.

تیره اونۍ، په ختیځ پاکستان کې یو بس له یوې لارۍ سره ټکر وکړ، چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

وپلټۍ
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
جرمني د امنیتي اندېښنو له امله د چینایي بې پیلوټه الوتکو پوځي کارول پای ته رسوي
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په روغتون کې له درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل
امریکا ۳ تنه په انګلستان کې پر امریکايي هوایي اډه د "ترهګریزو بریدونو" د پلان جوړولو په تور تورن کړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان ژمنه کوي چې د نویو نوښتونو له لارې به د تورکیې ملي یووالی پیاوړی کړي
حوثي ملیشو پر سعودي عربستان درې توغندي توغولي، چې دوه يي د پلازمینې پر لورې راتوغولي وو.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.