دا بریدونه پر غزې ښار، خان یونس او د منځنۍ برخې پر الزوایده ښارګوټي شوي دي، چې د بې ځایه شویو کورنیو خیمې، ملکي راټولېدنې او یو موټر یې په نښه کړي دي.
د غزه ښار په شمال کې، په الشفاء روغتون کې یوې روغتیايي سرچینې ویلي چې د اسرائیلو د یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید په السطفاوي سیمه کې پر یوه ملکي موټر شوی، چې له امله یې یو فلسطینی شهید او څو نور ټپیان شوي دي.
دغه راز، د محمد خضر عجور په نوم یو بل ۵۰ کلن فلسطینی، چې الشفاء روغتون ته نږدې د خپل کور پر سر په جوړه شوې خیمه کې د اسرائیلي ډرون د برید له امله ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او شهید شو.
د بې ځایه شویو کورنیو پر خیمو د ډرون بریدونه
د غزې ښار په مرکز کې پر یوه ګڼه ګوڼه سیمه او خیمه د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي چې د دوو تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
د غزې په سویل کې د خان یونس په الموادي سیمه کې، د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه خیمه د ډرون برید له امله ۱ کس شهید او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د اوربند له شتون سره سره د شهيدانو شمېر مخ په زیاتېدو دی
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو لخوا د اوربند د پرله پسې سرغړونو له امله، د دوشنبې تر ورځې پورې د شهیدانو شمېر ۱,۳۷۲ او د ټپیانو شمېر ۴,۶۵۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د نسلوژنې له امله تر ۷۳,۰۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او تر ۱۷۴,۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.






















