منځنی ختیځ
5 د لوستلو دقیقې
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د یمن د دولتي ځواکونو له شاتګ وروسته حوثي وسله والو د میون جزیره ونیوله، چې په دې سره د ایران د ملاتړ لرونکې دغې ډلې منګولې د سرې بحیرې او د عدن خلیج نښلوونکې پر سټراټیژیکه سمندري لار خورا کلکې شوې.
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
حوثیان

د یمن حوثیانو د جمعې په ورځ د باب المندب په تنګي کې پر پرتې د سرې بحیرې پر یوې مهمې جزیرې ولکه ټینګه کړه؛ دا اقدام د سعودي د تېلو د صادراتو لپاره د حیاتي سمندري لارې د نیولو بریا بشپړوي. یو سیمه ییز دولتي چارواکي او عینی شاهدانو اې ایف پي ته دا خبر تایید کړی دی.

د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو، چې له کلونو راهیسې د یمن د شمال لویې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري، تېره اونۍ د سعودي له خوا د ملاتړ کېدونکو دولتي ځواکونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړل او په دغو جګړو کې یې د لړیزو بریاوو په ترلاسه کولو سره سلګونه کسان ووژل.

حوثي رسنیو د جمعې پر ورځ راپور ورکړی چې سعودي عربستان د لسګونو هوایي بریدونو په کولو سره ځواب ورکړی، چې په وروستیو دوو بریدونو کې یې د موخا (Mocha) هوایی ډګر په نښه کړی دی.

په یمن کې جګړې د منځني ختیځ د پراخې جګړې اصلي تمرکز ګرځېدلی دی؛ هغه جګړه چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته رامنځته شوه او اسلامي جمهوریت یې هڅولی چې د هرمز تنګی (چې د نړۍ د انرژۍ د بهیر لپاره خورا مهم دی) بلاک او وتړي.

یوه سیمه ییز دولتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې ایف پي ته ویلي: «له میون جزیرې څخه د دولتي ځواکونو له وتلو وروسته، له وسله والو حوثیانو ډکې کښتۍ تېره ورځ دغې جزیرې ته ورسېدې.» دغه جزیره د پېریم (Perim) په نوم هم یادېږي.

دغه چارواکي زیا ته کړه: «حوثیانو د باب المندب د ټولې سیمې او میون جزیرې نيول، چې د دغه تنګي په منځ کې موقعیت لري، بشپړ کړي دي.»

یوه عینی شاهد وویل چې وسله وال «د باب المندب د ساحل په اوږدو کې پر ځای کېږي او په پوځي وسایطو کې ګزمې کوي.»

باب المندب اسیا او اروپا د سرې بحیرې او د سویز کانال له لارې سره نښلوي. د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې، دا تنګی د نړۍ د تر ټولو لوی تېل صادروونکي هېواد، سعودي عربستان، د تېلو صادراتو لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه لا زیات اهمیت موندلی دی.

د جمعې په ورځ، د برنټ خام تېل (چې د نړیوالو نرخونو اصلي شاخص دی) او د امریکا د ویسټ ټیکساس انټرنیټي تېل دواړه د فی بیرل له ۱۰۰ ډالرو پورته تبادله کېدل.

تر دغو بریدونو وړاندې، حوثیانو دمخه د پایتخت صنعا او د سرې بحیرې د ستر بندر حدیده په ګډون د یمن د شمال ډېره برخه تر کنټرول لاندې درلوده.

خو هغوی داسې کومه سیمه تر تسلط لاندې نه درلوده چې په مستقیم ډول پر باب المندب واکمنه وي.

حوثیانو مخکې له ډرون او توغندیو څخه په ګټې اخیستنې په سره بحیره کې پر خپریدونکو کښتیو خنډونه جوړول.

که څه هم سعودي عربستان د هوایي بریدونو له لارې ځوابي اقدامات کړي، خو نه دی توانېدلی د حوثیانو د چټک پرمختګ مخه ونیسي.

د چتم هاوس (Chatham House) څېړنیز مرکز تحلیګر، فارع المسلمي وایي: «زما په فکر سعوديانو له دې جګړې څخه د ډډه کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه، خو فکر نه کوم چې اوس دې هغوی کوم بل انتخاب ولري.»

«حوثیانو حالات وروستي پړاو ته رسولي دي، او اوسمهال د سعودي په محاسبه کې چې هر ډول قیمت وي، تر هغه بیې ارزانه دی چې دوه کاله وروسته به یې پرې کوي.»

د اې ایف پي د شمېرو له مخې، چې له بېلابېلو سرچینو راټولې شوې دي، په یمن کې د تېرې اونۍ له جګړو راهیسې له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې زیاتره یې جنګیالي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د سې شنبې په ورځ وویل چې دغو نښتو نږدې ۲۰,۰۰۰ کسان له خپلو کورونو تېښتې ته مجبور کړي دي.

۴۶ کلن یمني محمد، چې د شپې په نيمايي کې له موخا ښار څخه تښتېدلی، اې ایف پي ته وویل چې په دغه بندري ښار کې «قیامت ته ورته» چاپیریال واکمن و.

مجاهد تهامي، چې هغه هم د عدن پر لور تښتېدلی وویل، ځینې کورنۍ «د تېښتې پر مهال د لوټمارو ډلو د تاوتریخوالي ښکار شوې دي.»

بشري ناورین

یمن له کلونو نسبي ارامۍ، وقفه‌ يي تاوتریخوالي او ژورې ناداشتۍ وروسته د جولای په میاشت کې بېرته په جګړه کې ښکېل شو.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د چهارشنبې پر ورځ وویل چې دغې ډلې د سعودي عربستان پر سویلي ښارونو بالستیک توغندي او ډرون ویشتلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د پنجشنبې پر ورځ وویل چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر یمن ۶۴ هوایي بریدونه کړي دي 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د دغه نښتې د څېړلو لپاره غونډه وکړه. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ (Hans Grundberg) د دغې شورا له هر غړي څخه د عملي هڅو غوښتنه وکړه ترڅو «د هغې تحرک مخه ونیول شي چې کېدای شي د خورا خطرناکې جګړې نوي پړاو ته لار هواره کړي.»

دغه بیړنۍ غونډه د بریتانیا په غوښتنه بلل شوې وه؛ بریتانیا له امنیت شورا وغوښتل چې «روښانه او منظم پیغام ولېږي: حوثیان باید تاوتریخوالی کم کړي، بریدونه ودروي او د سولې مسیر ته بېرته راستانه شي.»

دا شخړې د جولای په میاشت کې هغه مهال پیل شوې چې حوثیانو د یمن پر هوایي حریم د سعودي د واکمنۍ پر خلاف يوه ایراني الوتکې ته د ناستې اجازه ورکړه.

حکومت د غبرګون په توګه د صنعا هوایی ډګر په نښه کړ؛ هغه برید چې حوثیانو یې ملامتي پر سعودي عربستان واچوله.

د دغو دوه اړخیزو بریدونو دوام یمن بېرته د داسې یوې جګړې د سوري د لوېدو له ګواښ سره مخ کوي چې دمخه یې سلګونه زره کسان وژلي وو او د نړۍ یو له خورا بدو بشري ناورینونو څخه شمیرل کېده.

حوثیانو د یمن پایتخت ونیو او حکومت یې تېښتې ته مجبور کړ، مخکې تر دې چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۲ پورې (د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند تر رامنځته کېدو) د سعودي په مشرۍ له ائتلاف سره په جګړه کې ښکېل شي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
ایران د امریکا پر «غیر قانوني» بریدونو غبرګون وښود؛ د سخت غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ
ایران د امریکا پر خلکو غږ وکړ ، مه پرېږدئ چې څوک مو ماشومان د اسرائیل لپاره پر اجیرانو بدل کړي
د اردن د بهرنیو چارو وزیر: پر اردن د ایران بریدونه "ځوابي بریدونه" نه وو ، قصدي بریدونه وو
په یمن کې د نویو نښتو له امله د حوثیانو او حکومتي ځواکونو په لسګونو کسان وژل شوي دي
د اسرائیلو سخت دریځې وزیر بېن ګویر له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان افشاء شو
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
ایران د هر ډول اټومي برید په صورت کې د ځوابي برید ګواښ وکړ؛ خلیجي هېوادونو ته يي خبرداری ورکړ