د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت به د خیبر پښتونخوا له ایالت سره، چې پېښور یې پلازمېنه ده، ټولې ډیپلوماټیکې چارې سمبالوي.
په خبرپاڼه کې راغلي: "دا پرېکړه زموږ د ډیپلوماټیکو کارمندانو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت په برخه کې زموږ ژمنتیا منعکسوي."
وړاندیز شوي
خیبر پښتونخوا ایالت په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ ، د سختو جګړو او بریدونو شاهد دی.
د تېر مارچ په میاشت کې، د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي باندې د مرګوني برید نه وروسته ، لاریونوالو د پاکستان په ترټولو لوی ښار کراچۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ پر بهرني دېوال برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۰ کسان ووژل شول.















