منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بحرین کې د خطر زنگونه وغزېدل؛ د ایران انقلابي سپاه پاسداران د ډرون بريد مسؤلیت ومانه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
بخرین / reuters

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لخوا په بحرین کې په یوې پوځي هډې د ډرون د برید نه وروسته پدې هیواد کې د خطر رنګونه وغږیدل. همداشان چارواکیو له خلکو امن ځایونو ته د تلو غوښتنه وکړه.

د خبردارۍ زنگونو په غږېدو سره، چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې مختلف خبرداری خپاره کړل او خلکو ته یې لارښوونه وکړه چې د پناه ځایونو لټه وکړي، خو د ګواښ سرچینه یې ونه ښودله.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت «د خلکو د امنیت د خوندیتوب په موخه، له خلکو وغوښتل چې آرام پاتې شي، تر ټولو نږدې خوندي ځای ته لاړ شي او خبرونه له رسمي سرچینو تعقیب کړي.»

د ایران سپاه پاسداران وویل چې د دوی ځواکونو په بحرین کې د یوې اډې دننه د امریکا پر راډاري سیسټم د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید کړی دی.

اسرائیل د غزې په سویل کې د حماس یو لوړ پوړی قوماندان وواژه

د حماس پوځي څانګې اعلان وکړ چې د رفح د لوا قوماندان سمیر محمود ابو یونس د غزې په سویل کې د اسرائیل په یو برید کې وژل شوی دی.

د القسام لواګانو  وویل چې ابو یونس، چې د سازمان د عمومي پوځي شورا غړی و، د خان یونس په «المواسي» سیمه کې وژل شوی دی.

ابو یونس مخکې د نایل ابو عبید ځاینستی شوی و، چا چې د رفح لوا مشري کوله او د سپټمبر په ۱۵مه د خان یونس په یو اسرائیلی برید کې وژل شوی و.

اوکراین د ناټو غړیتوب د بیا مطرح کېدو خبر ورکوي، پداسې حال کې چې امریکا له روسیې سره د اروپا مستقیمو خبرو اترو هڅونه کوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې امریکا اوکراین ته وړاندیز کړی ترڅو د ناټو غړیتوب په بدل کې مسکو ته د ځمکو پر پرېښودو غور وکړي. زیلینسکي وویل چې د لویدیځ پوځي اتحاد سره د دوی د هېواد اړیکې یو ځل بیا په پام کې نیول شوي، په داسې حال کې چې د امریکا استازي جېرډ کشنر ویلي د واشنګټن اصلي تمرکز د مسکو او اروپا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لار هوارول دي.

د واشنګټن، مسکو او کییف ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو وروسته د خبرو پر مهال زیلینسکي څرګنده کړه چې امریکايي استازو په وروستیو ډیپلوماتیکو تماسونو کې دا احتمال راپورته کړی دی.

زیلینسکي ټینګار وکړ چې کییف به هېڅکله نیول شوې ځمکې په رسمي توګه د روسیې د خاورې په توګه ونه پیژني، او زیاته یې کړه چې په پای کې به اوکراینیان پریکړه کوي چې ایا د خبرو اترو له لارې کومه شوې حل لاره د منلو وړ ده که نه.

د اسیا جنوب ختیځ هېوادونو د همکارۍ سازمان (اسیاین) سرمشریزه د «یووالي» په غږ سره په فلپین کې پیل شوه

د سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو د حل په موخه د ۱۱ غړو هېوادونو مشرانو په ګډون د اسیا جنوب ختیځ هېوادونو د همکارۍ سازمان (ASEAN) ۴۹مه سرمشریزه د فلپین په پلازمینه مانیلا کې پیل شوه.

د یاد بلاک د دوروي ریاست چارو پرمخ بېوونکي د فلپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور د پاسای په ښار کې په خپله پرانیستونکې وینا کې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې یووالی او همکاري وکړي.

مارکوس د یکشنبې په ورځ سیمه ییزو مشرانو ته په خپلو خبرو کې وویل: «که څه هم موږ د لویی، تاریخ، کلتور او شرایطو له پلوه توپیرونه لرو، خو په هغه نقطه کې چې موږ د خپلو خلکو د هیلو د لېږدولو او په یوه ګډ هدف د هغو د بدلولو مسؤلیت پر غاړه اخلو، یو له بل سره مساوي کیږو.»

سپیس ایکس د ۲۲ ساعتونو مداري الوتنې وروسته د سټارشپ په نیولو سره د بیا کارونې وړتیا په برخه کې یو مهم پړاو ته ورسېد

د سپیس ایکس «سټارشپ» فضايي بېړۍ خپل تر ټولو اوږد مداري ماموریت بشپړ کړ او په ټیکساس کې د توغولو برج ته بېرته راستنه شوه. دا ماموریت د «بشپړ د بیا کارونې وړتیا» په لور د شرکت د لسیزې اوږدمهاله اهدافو په لړ کې، د راکټ سیسټم د اصلي برخې په هوا کې د نیولو او ژغورلو په څیر په یوه تاریخي بریا سرته ورسېد.

دغه دوه پړاوي سیسټم د جمعې په ورځ د ټیکساس په سویل کې د سپیس ایکس د خلیج په غاړه کې له سټاربیس تاسیساتو څخه پورته شو.

لوی سپر هېوي (Super Heavy) تقویه کوونکی راکټ ونه توانېده چې له توغولو شاوخوا ۱۰ دقیقې وروسته توغولو ځای ته بېرته راوګرځي، او په دې توګه د دواړو برخو د یوځل لپاره د ژغورلو پلان ونه شوای؛ خو د سټارشپ پورتنۍ برخه د ۲۲ ساعتونو څخه زیات وخت لپاره د ځمکې شاوخوا ۱۴ پړاوونه ووهل.

 

وپلټۍ
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی
اردوغان له پزشکیان سره په خبرو کې د ایران پر ضد د امریکا د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
چین او امریکا روسیې سره په ممکنه درې اړخیزو خبرو اترو کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو مسئله مطرح کوي
زیلینسکي: د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ د روسیې سره د امریکا په چلند پورې اړه لري.
اسرائیلو په هالنډ کې خپل سفیر د بن ګویر او سموټریچ په اړه د څرګندونو له امله بیرته هیواد ته راوبللو.
د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې ودانۍ  نړېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان شوي
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
جرمني د امنیتي اندېښنو له امله د چینایي بې پیلوټه الوتکو پوځي کارول پای ته رسوي
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي