اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له کمېدو او د بېړیو چلولو پر وړاندې د شته ګواښونو سره سره، د تیلو بیې د پرله‌پسې دویمې اوونۍ لپاره د راټیټېدو په حال کې دي.
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي / reuters

د پوځي نښتو د کمېدو د تمو او په متحده ایالاتو کې د تقاضا د کمزوري کېدو د نښو له امله، د برېنټ  او لوېدیځ ټیکساس خامو تیلو بیې روانه اوونۍ نږدې درې سلنه راټیټې شوې دي، په داسې حال کې چې په خلیج کې پر بېړیو بریدونو د عرضې په اړه اندېښنې ژوندۍ ساتلې دي.

د جمعې په ورځ د تیلو بیې یو څه راټیټې شوې او د پرله‌پسې دویمې اوونۍ لپاره د کمښت پر لور روانې وې؛ ځکه چې پر ایران د امریکا دوامداره کلابندۍ د خامو تیلو پر لېږد د شته ګواښونو سره سره، په منځني ختیځ کې د لا زیات پوځي تاوتریخوالي وېره کمه کړې ده.

د ګرینویچ په وخت د سهار په ۵ بجو ، د برېنټ خامو تیلو بیه ۲۸ سینټه راټیټه شوه او په یو بېرل کې ۹۵.۵۴ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د امریکا د لوېدیځ ټیکساس منځنیو تیلو بیه ۵۶ سینټه  راټیټه شوه او په یو بېرل کې ۸۸.۱۸ ډالرو ته ورسېده.

دې کمښت د تېرو دوو کاري غونډو لاسته راوړنې بېرته له منځه یوړې او یوه له بدلونونو ډکه اوونۍ یې پای ته ورسوله؛ په دې اوونۍ کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې د تاوتریخوالي د کمېدو هیلې په خلیج کې د سعودي عربستان پر زېربناوو او د تیلو پر ټانکرونو د بریدونو له امله بې اغېزې شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر «ټروټ سوشل» شبکې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره هوکړې ته اړتیا نشته.

په نوي ډیلي کې د «اېس اېس ویلت سټریټ» څېړنیز شرکت بنسټ اېښودونکې سوګاندا ساچدیوا وویل چې د ټرمپ څرګندونو دا تمې پیاوړې کړې دي چې واشنګټن به د پوځي عملیاتو د پراخولو پر ځای پر اقتصادي بندیزونو او د تیلو پر لېږد د محدودیتونو پر لګولو ډېره تکیه وکړي.

په امریکا کې کمزورې تقاضا پر بیو فشار زیات کړی دی

په امریکا متحده ایالاتو کې د تقاضا د کمېدو نښو هم پر بازار اغېز کړی، ځکه چې د خامو تیلو او سون توکو د زېرمو زیاتوالی د مصرف پر کمښت دلالت کوي.

د امریکا د انرژۍ معلوماتو ادارې (EIA) د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تېره اوونۍ د خامو تیلو او سون توکو زېرمې زیاتې شوې دي، چې اصلي لامل یې د تصفیه شویو محصولاتو لپاره د تقاضا کمښت او د تیلو په وارداتو کې زیاتوالی و.

برېنټ تیل د تېرې اوونۍ له ۱۶ سلنه سقوط وروسته، روانه اوونۍ د ۲.۹ سلنه اوونیز کمښت پر لور روان وو. د لوېدیځ ټیکساس (WTI) تیل هم د تېرې اوونۍ له ۱۳ سلنه کمښت وروسته، د ۲.۹ سلنه راټیټېدو په حال کې وو.

د هرمز تنګی لا هم د عرضې پر وړاندې یو ستر ګواښ دی

د بیو له راټیټېدو سره سره، د هرمز تنګي له لارې د تیلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي؛ دا تنګی د منځني ختیځ د سترو تولیدوونکو هېوادونو د خامو تیلو د صادراتو لپاره یوه حیاتي لاره ګڼل کېږي.

د ایران پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې تنګي کې د تیلو څلور ټانکرونه وروسته له هغه په چاودنو ولګېدل چې خبرداریو ته یې پام ونه کړ.

په ورته وخت کې، حوثي ملېشو د سعودي عربستان د ختیځ-لوېدیځ تیلو نل‌لیکې پر یوه پمپ سټېشن، د سره سمندرګي په یانبو  ښار کې د تیلو پر یوه تاسیسات او په ریاض کې د آرامکو  شرکت پر یوه ودانۍ د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

ساچدیوا خبرداری ورکړ چې جیوپولیتیکي خطرونه لا هم لوړ دي او په عرضه کې هر ډول نوی خنډ کولای شي په چټکۍ سره بیې بېرته لوړې کړي. هغې وویل: «جیوپولیتیکي خطرونه لا هم په لوړه کچه دي او د تیلو په عرضه کې هر ډول نوی اختلال کولای شي په چټکۍ سره پر بیو د لوړېدو فشار بیا راژوندی کړي.»

 

وپلټۍ
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
جرمني د امنیتي اندېښنو له امله د چینایي بې پیلوټه الوتکو پوځي کارول پای ته رسوي
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په روغتون کې له درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل
امریکا ۳ تنه په انګلستان کې پر امریکايي هوایي اډه د "ترهګریزو بریدونو" د پلان جوړولو په تور تورن کړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان ژمنه کوي چې د نویو نوښتونو له لارې به د تورکیې ملي یووالی پیاوړی کړي
حوثي ملیشو پر سعودي عربستان درې توغندي توغولي، چې دوه يي د پلازمینې پر لورې راتوغولي وو.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.