منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د دغه سازمان په حواله راپور ورکړی چې برید د بوشهر په سویلي ښار کې د اټومي تاسیساتو سره نږدې د ځايي وخت د شپې په ۹ بجو او ۸ دقیقو شوی دی.
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده / Reuters
25 مارچ 2026


چارواکي وايي دغه برید، چې په ځايي وخت د شپې په  ۹ بجو او ۸ دقیقو وشو، هیڅ تخنیکي زیان یا مرګ ژوبله نه لري او د تاسیساتو ټولې برخې روغې پاتې دي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویلي چې متحده ایالاتو او اسرائیلو د بوشهر په اټومي بټۍ برید کړی دی. د دغه سازمان په وینا، یو توغندی د بټۍ په انګړ کې لګېدلی خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د دغه سازمان په حواله راپور ورکړی چې برید د بوشهر په سویلي ښار کې د اټومي تاسیساتو سره نږدې د ځايي وخت د شپې په ۹ بجو او ۸ دقیقو شوی دی.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي: "امریکايي-صهیونیسټي دښمن یو ځل بیا د بوشهر اټومي بټۍ پر سایټ برید کړی دی." اعلامیه زیاتوي چې "یو توغندی د بوشهر د بریښنا کوټ په احاطه کې لګېدلی دی."

په اعلامیه کې راغلي: "لومړني راپورونه ښيي چې دغه پېښه هیڅ مالي یا تخنیکي زیان نه لري او نه هم چا ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ د بریښنا کوټ ټولې برخې زیانمنې شوې نه دي."

ایرنا دغه برید د متحده ایالاتو او اسرائیلو د دوامداره "دښمنانه اقداماتو" یوه برخه بللې ده. لومړني راپورونه تاییدوي چې د اټومي تاسیساتو ټولې برخې په بشپړ ډول فعالې او روغې دي.

دا په تېرو څو ورځو کې د دغو اټومي تاسیساتو سره نږدې د دویم برید راپور دی. تر دې وړاندې د مارچ په ۱۷مه هم ورته یو برید شوی و چې هغه هم کوم زیان یا مرګ ژوبله نه لرله.

 

وپلټۍ
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان: تورکیه هوډ لري چې د "اور له کړۍ" څخه بهر پاتې شي
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
ایران د نړۍ د تیلو حیاتي لار د هرمز تنګی په ماینونو د سمبالولو ګواښ وکړ.
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول
متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ