منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانسیسکا البانیز د سه شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې فلسطینیان د اسرائیل د اقداماتو د درولو لپاره له "لویې مداخلې" پرته نشي ژغورل کېدی.
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي / Reuters
24 مارچ 2026

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانسیسکا البانیز وویل چې سره له دې چې اوربند شوی، په غزه کې وضعیت مخ په "خرابېدو" دی.
د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانسیسکا البانیز د سه شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې فلسطینیان د اسرائیل د اقداماتو د درولو لپاره له "لویې مداخلې" پرته نشي ژغورل کېدی. هغې پر هیوادونو غږ وکړ چې له اسرائیل سره خپلې اقتصادي، نظامي او مالي اړیکې پرې کړي.

البانیز په یوه خبري ناسته کې وپوښتل: "ولې غړي هیوادونه لا هم له اسرائیل سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي؟" هغې یادونه وکړه چې هیوادونه دنده لري چې "هغه دولت ته وسلې ورنکړي چې جنګي جرمونه ترسره کوي."

البانیز وویل چې غزه "د فلسطینیانو د له منځه وړلو د دې نوي پړاو یوازې پیل دی" او اشاره یې وکړه چې ورته کړنې له غزې بهر په لبنان او ایران کې هم لیدل کیږي. د هغې په وینا: "دا وضعیت به دلته ونه دریږي."

نوموړې زیاته کړه: "که د اسرائیل د درولو لپاره پراخه مداخله ونشي، زه هیڅ هیله نه لرم چې په غزه کې فلسطینیان به وژغورل شي. د اسرائیل د درولو ترټولو سوله ییزه لاره د اقتصادي، نظامي او مالي اړیکو پرې کول دي."

البانیز دا هم وویل چې په غزه کې د اوربند له اعلان سره سره وضعیت مخ په خرابېدو دی. هغې یادونه وکړه چې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیل په غزه کې ۶۵۰ فلسطینیان وژلي دي، ډیری خلک په خیمو کې اوسیږي او لا هم په نښه کیږي. هغې ټینګار وکړ چې دا بدتر کیدونکی وضعیت "تصادفي نه دی" بلکې "قصدي" دی او روانې ویجاړۍ، لوږې او دردونو ته یې اشاره وکړه.

راپور ورکوونکې د شکنجې او نسل وژنې په اړه په خپل وروستي راپور کې د بندیانو په وړاندې د ناوړه چلند جزیات ورکړل؛ په دې کې "سخته وهل ډبول، په قصدي ډول د هډوکو ماتول، د اوږدې مودې لپاره د لاسونو او سترګو تړل، له خوبه بې برخې کول، لوږه، د طبي پاملرنې نه ورکول، جنسي ځورونه او جنسي تیری" شامل دي. هغې وویل چې دا ناوړه چلند د نارینه وو او ښځو ترڅنګ پر ماشومانو هم شوی او په توقیف کې په بې ساري شمیر بندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خپل راپور په اړه د اسرائیل نیوکو ته په ځواب کې البانیز وویل: "اسرائیل چې هر څه غواړي ویلی یې شي، خو بیا هم باید حساب ورکړي. د هغوی مشران په هاګ (نړیوالې محکمې) کې د اوسیدو وړ دي."

البانیز چې د دوشنبې په ورځ یې په جینوا کې د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کاوه، وویل چې اسرائیل ته "د فلسطینیانو د شکنجې جواز ورکړل شوی، ځکه چې ډیری حکومتونو او وزیرانو ورته دا اجازه ورکړې ده."

د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې د ماشومانو په ګډون له ۱۸ زره ۵۰۰ څخه ډیر فلسطینیان نیولي دي؛ نږدې ۱۰۰ تنه په بند کې مړه شوي او شاوخوا ۴ زره کسان په زوره لادرکه شوي دي. په راپور کې راغلي چې زرګونه کسان بې له کوم تور څخه په غیر انساني شرایطو کې ساتل کیږي.

 

وپلټۍ
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان: تورکیه هوډ لري چې د "اور له کړۍ" څخه بهر پاتې شي
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
ایران د نړۍ د تیلو حیاتي لار د هرمز تنګی په ماینونو د سمبالولو ګواښ وکړ.
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول
متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ