سپورت
3 د لوستلو دقیقې
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د لیورپول سوپر سټار او د انګلستان د پریمیر لیګ یو له غوره لوبغاړو څخه، محمد صلاح، اعلان وکړ چې په کلب کې له ۹ کلونو تېرولو وروسته به د روان فصل په پای کې د "ریډز" (لیورپول) لوبډله پرېږدي.
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي / Reuters


صلاح د لیورپول لپاره ۲۵۵ ګولونه وهلي دي ، چې هغه یې د کلب په تاریخ کې دریم او د پریمیر لیګ په تاریخ کې څلورم ترټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی جوړ کړی دی.

د لیورپول سوپر سټار او د انګلستان د پریمیر لیګ یو له غوره لوبغاړو څخه، محمد صلاح، اعلان وکړ چې په کلب کې له ۹ کلونو تېرولو وروسته به د روان فصل په پای کې د "ریډز" (لیورپول) لوبډله پرېږدي.

صلاح د سه شنبې په ورځ په X (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې وویل: "له بده مرغه، هغه ورځ راغله. دا زما د مخه ښې لومړۍ برخه ده. زه به د فصل په پای کې له لیورپول څخه جلا شم."

نوموړي زیاته کړه: "ما هیڅکله تصور نه کاوه چې دا کلب، دا ښار او دا خلک به زما د ژوند دومره ژوره برخه وګرځي. لیورپول یوازې یو فوټبال کلب نه دی، دا یوه جذبه ده، یو تاریخ دی او یو روح دی."

دغه ۳۳ کلن مصري لوبغاړي وویل چې کلب او لوبغاړو خورا مهمې جایزې وګټلې او د خپل ژوند په "ترټولو سختو شیبو" کې یې په ګډه مبارزه وکړه.

کلب هم د فصل په پای کې د دغه لوبغاړي د جلا کېدو خبر ورکړ او د هغه د لیورپول دوره یې "ځلانده" وبلله. لیورپول په یوه بیان کې ویلي: "محمد صلاح به د ۲۰۲۵-۲۶ فصل په پای کې له لیورپول فوټبال کلب سره خپلې ځلانده دورې ته د پای ټکی کېږدي. د هغه د میراث او لاسته راوړنو د بشپړ لمانځلو وخت به د کال په وروستیو کې راشي، کله چې هغه له اینفیلډ (Anfield) لوبغالي سره مخه ښه کوي."

صلاح خپله مسلکي دوره په ۲۰۱۰ کال کې د مصر په لیګ کې له "المقاولون العرب" (Arab Contractors) کلب څخه پیل کړه. په ۲۰۱۲ کال کې هغه د سویس له ایف سي باسل (FC Basel) سره یوځای شو، چې هلته یې دوه ځلې د سویس سوپر لیګ وګاټه.

په چیلسي کې له یوې جنجالي دورې وروسته، صلاح د شپږو میاشتو لپاره د ایټالیا له فیورنټینا سره د پور (loan) په توګه یوځای شو او بیا د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په AS روما کې شامل شو.

د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې هغه د انګلستان له لوی کلب لیورپول سره یوځای شو، چې هلته یې د انګلستان پریمیر لیګ، د اروپا اتلانو لیګ (UCL)، د ایف اې کپ (FA Cup)، د فیفا د کلبونو نړیوال جام او د ایف اې کمیونټي شیلډ وګټل.

له مصر سره هغه دوه ځلې د افریقا د ملتونو جام پای لوبې (فاینل) ته ورسېد، خو په ګټلو کې پاتې راغی. صلاح د لیورپول لپاره ۲۵۵ ګولونه او د مصر د ملي ټیم لپاره ۶۵ ګولونه وهلي دي.

هغه پدې وروستیو کې لومړنی افریقایي لوبغاړی شو چې د اروپا اتلانو لیګ کې یې ۵۰ ګولونه پوره کړل.

 

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله