افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ د یوه امریکايي زنداني وګړي د خوشې کولو اعلان وکړ، چې تر یو کال زیات وخت یې په بند کې تېر کړی و. دا پرېکړه د هغه د کورنۍ له لوري د نوموړي د ازادۍ په اړه د یوه لیک له لېږلو وروسته شوې ده.
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه / AFP
24 مارچ 2026

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ د یوه امریکايي زنداني وګړي د خوشې کولو اعلان وکړ، چې تر یو کال زیات وخت یې په بند کې تېر کړی و. دا پرېکړه د هغه د کورنۍ له لوري د نوموړي د ازادۍ په اړه د یوه لیک له لېږلو وروسته شوې ده.

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ژبپوه او څېړونکي 'ډینس کویل' کورنۍ د افغانستان ستر مشر (امیرالمؤمنین) ته لیک لېکلی و او د اختر په مناسبت یې د هغه د بښنې او خلاصون غوښتنه کړې وه. په اعلامیه کې راغلي: «د اسلامي امارت سترې محکمې د هغه د بند موده بسنه کونکې وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه.»

دا اعلان د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفیر سیف محمد الکیتبي او د کویل د کورنۍ د یوه غړي له کتنې وروسته وشو. وزارت زیاته کړې چې متحده عربي اماراتو د دغه خلاصون زمینه برابره کړې وه او دا پرېکړه د بشري خواخوږۍ او د 'ښه نیت' د څرګندولو په موخه شوې ده.

۶۴ کلن ډینس کویل د کابل په هوايي ډګر کې له زلمي خلیلزاد سره یو ځای په یوه لنډه خبري غونډه کې راڅرګند شو او هوسا ښکارېده. خلیلزاد خبریالانو ته وویل چې دا خلاصون یو «خورا مثبت پرمختګ او د چارواکو له لوري ښه پرېکړه ده.»

د ګوانتانامو د بندي برخلیک
بل خوا، په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو په زندان کې د وروستي افغان بندي کورنۍ یو ځل بیا د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه. ۲۹ کلن ابراهیم رحیم وویل، چې د زلمي خلیلزاد له لارې یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو لیک لېږلی او د خپل پلار 'محمد رحیم' د روغتیايي ستونزو له امله یې د هغه د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

محمد رحیم په ۲۰۰۸ کال کې ګوانتانامو ته وړل شوی و او د سي آی اې (CIA) له لوري تورن شوی و چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن نږدې ملګری و. د هغه زوی وویل: «موږ په لیک کې لیکلي چې موږ دلته ستاسو بندي خوشې کړ، نو تاسو باید هلته زموږ بندي هم خوشې کړئ.» دغې کورنۍ تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې هم د هغه د خلاصون غوښتنه کړې وه."

 

وپلټۍ
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان: تورکیه هوډ لري چې د "اور له کړۍ" څخه بهر پاتې شي
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
ایران د نړۍ د تیلو حیاتي لار د هرمز تنګی په ماینونو د سمبالولو ګواښ وکړ.
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول
متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ