نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
د امریکا ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ایا ایران به احتمالي هوکړې ته ژمن پاتې شي که نه، څرګنده کړه چې د هغه موخه د اټومي وسلو جوړولو څخه په دایمي توګه د تهران مخنیوی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پر ایران د واشنګټن د نویو بریدونو د ارزولو په اړه له راپورونو وروسته وویل چې ښايي هېواد یې حتی "سبا" پر ایران برید وکړي او یا هم د تهران له حکومت سره یوې "لویې او ښکلې" هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ د احتمالي برید په اړه د پرېکړې پړاو ته د نږدې کېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې، خبریالانو ته وویل: "موږ پر دې فکر کوو، ښايي سبا یې وکړو."

ټرمپ زیاته کړه: "ایا تاسو واقعاً فکر کوئ چې که زه دا کار کوم نو تاسو ته به یې ووایم؟"

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې ایران له امریکا سره د هوکړې په کولو سره له نویو پوځي بریدونو څخه ځان ساتلی شي، وویل: "دوی غواړي هوکړه وکړي، خو ستونزه دا ده: ایا دوی به هوکړې ته ژمن پاتې شي؟"

ټرمپ د دې په ټینګار سره چې موخه یې په راتلونکي کې د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوی دی، وویل چې مخکې د بي-۲ (B-2) بم غورځوونکو الوتکو په واسطه د امریکا ترسره شوي عملیات به د دایمي پایلې ترلاسه کولو لپاره کافي نه وي.

ټرمپ وویل: "زه باید دا دایمي کړم. زما د دې کار یوازینی لامل همدا دی."

له ټاکنو وروسته د برید پلانونه

په ځانګړې توګه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپرو شویو وروستیو راپورونو په ډاګه کړې چې امریکا او اسرائیلو د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د نویو بریدونو لپاره خپل پوځي چمتووالی ګړندی کړی او د لنډمهاله خو سختو عملیاتو پر مفصلو پلانونو کار کوي.

دې ورځپاڼې د امریکايي چارواکو او هغو کسانو په حواله چې د لوړ پوړو خبرو اترو په اړه معلومات لري، راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو پوځونو د برید د مانورو تمرینولو په موخه د عراق په فضا کې د ترسره شویو الوتنو په ګډون، خپل پوځي تمرینات زیات کړي دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې