تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له ګټورو خبرو وروسته، تورکیه او متحده ایالات د دفاعي همکاریو نوي پړاو ته ننوځي.
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې

د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل، د امریکا ولسمشر ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه مثبت نظر څرګند کړی؛ نوموړي د دفاعي صنعت په برخه کې پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې انقره په ناټو کې د قوي رول غوښتونکې ده.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له ګټورو خبرو وروسته، تورکیه او متحده ایالات د دفاعي همکاریو نوي پړاو ته ننوځي.

د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د ناټو د ۳۶مې سرمشریزې په پای کې اردوغان وویل چې له ټرمپ سره یو له مهمو بحث شویو موضوعاتو څخه د F-35 جنګي الوتکو مسئله وه. هغه زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر پدې پروګرام کې د تورکیې د بېرته شاملېدو غوښتنې ته مثبت لیدلوری درلود.

اردوغان وویل: "ټرمپ تورکیې ته د F-35 جنګي الوتکو د پلورلو په اړه مثبت نظر لري. هیله ده نړۍ وګوري چې امریکا خپله ژمنه پوره کوي."

هغه زیاته کړه چې واشنګټن تر ډېره حده پر انقرې لګول شوي دفاعي محدودیتونه لرې کړي او د امریکا سره د اقتصادي او دفاعي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د F-35 الوتکو، د KAAN انجنونو او دفاعي همکارۍ باندې تمرکز

اردوغان وویل چې له امریکا سره د تورکیې دفاعي همکاري یوازې تر جنګي الوتکو پورې محدوده نه ده، بلکې د کښتیو جوړولو په ګډون پر بېلابېلو دفاعي پروژو او سمندري وسایلو هم بحث شوی دی. هغه وویل چې په احتمالي همکاریو کې فریګېټونه، (اوبتلونه) او کورویټ کښتۍ شاملېدای شي.

د تورکیې ولسمشر دا هم وویل چې هغه مخکې له ټرمپ سره د تورکیې د کورنۍ جنګي الوتکې 'کاآن' (KAAN) لپاره د F110 انجنونو د برابرولو په اړه خبرې کړې وې او هیله یې څرګنده کړه چې پدې برخه کې به کوم خنډ پاتې نه شي. هغه له ټرمپ سره خپله لیدنه "خورا ګټوره" وبلله.

د انقرې سرمشریزه د ناټو د پیاوړتیا لپاره

اردوغان د تورکیې په کوربه توب د ناټو غونډې ته په اشارې وویل، چې دې غونډې د یوې پیاوړې ټولنې لپاره بنسټ کېښود، چې پر بنسټ یې اروپايي هېوادونه ډېر مسؤلیت اخلي او پوځي وړتیاوې لوړوي.

اردوغان د تورکیې دفاعي وړتیاوې وستایلې او ویې ویل چې دا هېواد د دفاعي لګښتونو، پوځي ظرفیت او دفاعي صنعت د پراختیا له پلوه د ناټو له ډېرو متحدینو "ډېر مخکې" دی. هغه وویل: "ترکیه د ناټو له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې خپلې جنګي الوتکې، ټانکونه، کښتۍ او هوايي دفاعي سیسټمونه تولیدوي."

د دفاعي سوداګرۍ د خنډونو د لرې کولو غوښتنه

اردوغان د ناټو له متحدینو وغوښتل چې د دفاعي صنعت په سوداګرۍ کې محدودیتونه کم کړي. هغه وویل چې د تورکیې د فولادي ګمبد په نوم د هوايي دفاع پروژه د سیمې امنیت سره لویه مرسته ده او دا یې په سیمه کې د ناټو "تر ټولو قوي هوايي دفاعي ډال" وباله.

د پراخو امنیتي مسایلو په اړه، اردوغان وویل چې ترکیه چمتو ده روسیه او اوکراین سره کښېنوي ترڅو د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. هغه دا هم وویل چې په منځني ختیځ کې کړکېچ باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي
د تورکیې د باسکتبال ملي لوبډلې د نړۍوال جام لپاره د غوراوي په سیالیو کې خپله شپږمه لوبه وګټله
راپور: ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي
د ناټو مشر روټه د تورکیې له ولسمشر اردوغان څخه د ناټو سرمشریزې د د عالي کوربه توب له امله مننه وکړه
فیدان: د اردوغان او ټرمپ اړیکې د سرمشریزې پر مهال د ناټو د تاوتریخوالي په کمولو کې مهمې دي
ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب وکړي
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
د ناټو د پوځي کمېټې مشر: تورکیه د دې تړون لپاره مرکزي رول لوبوي
چین د ستراتیژیک اوبتل  توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه