نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د تېرې اونۍ په پای کې پر یوې امنیتي پوستې د هغه برید مسئولین چې ۱۵ سرتېري پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت وسله وال دي؛ دا څرګندونې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تازه ترینګلتیا نښه ده.
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله / Reuters

پاکستاني پولیس وايي، د شنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید وشو او وروسته پر هغو ځواکونو هم برید وشو چې د پېښې ځای ته د مرستې لپاره روان وو.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د پېښې په اړه هر اړخیزې څېړنې، راټول شوي شواهد او تخنیکي استخبارات ښيي چې د دغه برید پلان په افغانستان کې مېشتو ترهګرو جوړ کړی و."

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رویټرز ته وویل چې دوی دا مهال په دې اړه تبصره نه لري.

اسلام اباد تل پر کابل تور پورې کړی چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کاروي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او د پاکستان ناامني یې د دغه هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان یو لوړپوړی ډیپلومات د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی او د دغې پېښې په اړه ورته یو سخت احتجاجي لیک سپارل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: "د افغان طالبانو رژیم ته په غوڅه توګه خبر ورکړل شوی چې که دغو ترهګرو ډلو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، نو پاکستان به د خپل ملي امنیت او د خپلو وګړو د خوندیتوب او ساتنې په برخه کې هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي."

د وسله والو بریدونو دا لړۍ کولی شي د افغانستان او پاکستان پر پوله نښتې یو ځل بیا را ژوندۍ کړي. د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې او پاکستان په افغانستان کې دننه هوایي بریدونه کړي وو، چې اسلام اباد یې د وسله والو د پټنځایونو په نښه کول بللي وو.

 

وپلټۍ
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د امریکا د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي ویلي،ایران د امریکا او اسرائیل له جګړې مخکې اټومي وسلې نه جوړولې
د امریکا کانګرس ۳۰ غړو له روبیو څخه د اسرائیل د اټومي وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
حماس: د اسرائیلي سرغړونو سره سره د غزې د اوربند د دویم پړاو خبرې روانې دي
د ډرون بریدونو د روسیې په جنوب کې د ۱۳ هوايي ډګرونو فعالیتونه ګډوډ کړي دي
عراق د امریکا لخوا ددې هیواد د تیلو وزارت پر مرستیال لګول شوي ټول تورنه رد کړل
روسیې او اوکراین د مسکو د "بریا ورځې" له مراسمو وړاندې پر یو بل درانه بریدونه کړي دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: د اسرائیلو پراختیا غوښتونکي اجنډا سیمه ییزه سوله ګواښي
چين د دفاع دوو پخوانيو وزيرانو ته د فساد په تور د "تعليقي اعدام" سزا واوروله
د روسیې یو اړخیز اوربند پیل شو؛ اوکراین پر هېوادونو غږ وکړ چې د مسکو د"بریا ورځې" رسم ګذشت تحریم کړي
ارجنټاین پر نړیوال روغتیايي سازمان د 'هنټا وایرس' د خپرېدو په قضیه کې د 'سیاسي چلند' تور پورې کړ
امريکا د هرمز تنګي ازادۍ پروژه د عملیاتو  پر بیا پیلولو غور کوي؛ عربستان او کویټ پوځي ملاتړ ژمنه کړې
د امریکا لخوا د ایران پر ټانکر کښتۍ د برید نه وروسته ایراني ځواکونو پر امریکايي ځواکونو برید وکړ
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.