مایکروسافټ د هغه نړیوال خنډ له امله بښنه غوښتې چې روغتیایي خدمتونه، هوایي شرکتونه، ښوونځي او د ویزې چارې یې اغېزمنې کړې او په ۷۴ هېوادونو او سیمو کې یې سوداګریزې چارې او عامه خدمتونه له ستونزو سره مخ کړل. شرکت ویلي چې تر ۱۲ ساعتونو زیات ځنډ وروسته، د اوټلوک (Outlook) په ګډون په ټولو خدمتونو کې «پراخ ښهوالی» راغلی دی. مایکروسافټ د هر ډول ورانکارو «سایبري یا مصنوعي ځیرکتیا» فعالیتونو احتمال رد کړی او څرګنده کړې یې ده چې دا خنډ د شبکې د ظرفیت لوړولو له پخوانۍ پروسې سره تړلې تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوی و.
امریکا تر «تخنیکي ستونزې» وروسته په ټول هېواد کې د الوتنو بندیز لرې کړ.
امریکا وروسته له هغه په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو پرېکړه لغوه کړه، چې د هوایي ترافیک کنټرول سیستم کې ستونزې تر ۱۰ زرو زیاتې الوتنې لغوه او وځنډولې. د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډافي د دې ستونزې پړه پر زړو تجهیزاتو واچوله او ویې ویل چې پر شبکې سویچونو او روټرونو د ډېر بار له امله ناسم معلومات تولید شول، چې له کبله یې د اړیکو او رادار سیستمونه ګډوډ شول. چارواکو د سایبري برید احتمال او یا هم له نړیوال مایکروسافټ خنډ سره د دې پېښې هر ډول تړاو رد کړی دی.
روسیې د اوکراین په مذاکراتو کې د اروپا ګډون له «ریښتیني نیت» سره مشروط کړ .
روسیې ویلي چې اروپا باید د سولې په مذاکراتو کې تر ګډون مخکې، د اوکراین د سولې بهیر کې د مرستې لپاره خپل «ریښتینی نیت» څرګند کړي. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف، د امریکا د هغو څرګندونو سربېره چې ګواکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا نظر منلی، وویل چې مسکو له اروپایي هېوادونو سره اړیکو ته چمتو دی، خو تر اوسه یې په مذاکراتو کې د هغوی ګډون نه دی تایید کړی. روسي او اوکرایني چارواکو که څه هم په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب وروستیو خبرو کې د لږ پرمختګ یادونه کړې، خو د خاورې د مسلې په څېر بنسټیز اختلافات لا هم ناحل پاتې دي.
په غزه کې یو فلسطینی ماشوم د سختې یخنۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ.
په غزه کې یو نهه میاشتنی فلسطینی ماشوم د سختې یخنۍ (هایپوترمیا) له امله ژوند د لاسه ورکړی دی، چې دا د روان ژمي په موسم کې د یخنۍ له امله لومړۍ ثبت شوې مړینه ده. دا زړهبوږنوونکی خبر داسې مهال راځي چې سلګونه زره بېځایه شوي فلسطینیان له سختو بارانونو، سېلابونو او د مناسبو سرپناوو له نشتوالي سره مخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې تنفسي ناروغۍ په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان دې ته په اشارې سره چې شاوخوا یو میلیون بېځایه شوي کسان د سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمو کې ژوند کوي، خبرداری ورکړی چې «تر ټولو بد حالت لا نه دی راغلی».
برازیل په امازون کې د ځنګلونو وهلو کې د ۷۱ سلنه کمښت خبر ورکړ.
د برازیل د چاپیریال وزیر ژواو پاولو ریبیرو کاپوبیانکو اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې واک ته د ولسمشر لولا دا سیلوا له بېرته ستنېدو راهیسې، په امازون کې د ځنګلونو وهل ۷۱ سلنه راکم شوي دي. په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون (COP31) په سرمشریزه کې د وینا پر مهال، وویل چې حکومت یې د پخواني ولسمشر جایر بولسونارو سره د حساب کولو پر ځای د چاپیریال ساتنې د قوانینو پر بېرته پلي کولو تمرکز کړی دی. کاپوبیانکو وویل: «بولسونارو تېر شو، موږ راتلونکي ته ګورو.» همدارنګه برازیل د ځنګلونو وهلو د درولو، د فوسیلي سون توکو د کارولو کمولو او د ۱،۳ ټریلیون ډالرو اقلیمي مالي سرچینو د فعالولو لپاره د نړیوالو تګلارو د جوړولو غوښتنه وکړه.






















