د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دغه هېواد د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اټومي غني کولو په ظرفیت کې "د پام وړ" کموالی راولي، سره له دې چې واشنګټن لا هم ډاډمن نه دی چې تهران په خبرو اترو کې څنګه پرېکړې کوي.
وینس، چې له ډېرې مودې راهیسې په بهرنیو جګړو کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه شکمن دی، د دې شخړې د حل لپاره په خبرو اترو کې مخکښ رول لوبولی او په سپتمبر کې یې د سولې د یوه لنډمهاله تړون منځګړیتوب وکړ چې ژر بېرته مات شو.
وینس له رویټرز سره په یوه ځانګړې مرکه کې، وویل چې هر ډول تړون به دا غوښتنه کوي چې ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي کمښت د ډاډ ورکولو پر ځای، په عملي توګه د خپل اټومي غني کولو ظرفیت کم کړي.
وینس وویل: "که تاسو اټومي وسله نه غواړئ، نو ولې ۶۰ سلنه غني شویو سون توکو ته اړتیا لرئ؟ او که غواړئ چې د اټومي وسلې نه جوړولو ته خپله ژمنتیا وښایاست، نو په لوړه کچه غني شوي سون توکي مه تولیدوئ. دا یوه ډېره بنسټیزه مسله ده."
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم که دوی وغواړي چې د اټومي وسلې نه جوړولو ته خپله ژمنتیا وښيي، نو دوی به د خپل غني کولو د ظرفیت په اړه کوم د پام وړ ګام پورته کړي."
وینس وویل چې امریکا لا هم یوه تړون ته لېواله ده، خو دا به د ایران لخوا د اټومي پروګرام په برخه کې د کره (عملي) امتیازاتو ورکولو غوښتنه وکړي.
وینس وویل: "موږ د عمل پر ځای پر تشو خبرو معامله نه کوو."
دا څرګنده نه ده چې تهران څنګه پرېکړې کوي
وینس وویل، واشنګټن ډاډه نه دی چې په تهران کې څوک پرېکړې کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې سپینه ماڼۍ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په خبرو کې ده. خو هغه وویل، دا څرګنده نه ده چې د جګړې په پیل کې د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې د ستر مذهبي مشر علي خامنه يي له وژل کېدو وروسته، دوی د ایران د واک په جوړښت کې څومره واک لري.
وینس وویل: "یو له هغو شیانو چې موږ درک کړی دا دی چې دا په بشپړه توګه روښانه نه ده چې د دوی هېواد څنګه پرېکړې کوي." په جلا توګه، ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د هغه "تر ټولو لویه ستونزه" دا ده چې هېڅوک نه پوهیږي ایران څوک اداره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکايي چارواکي ښه پوهیږي چې د دوی ایراني سیالان څوک دي او د ایران د پرېکړې کولو سیستم څنګه کار کوي.
وینس رویټرز ته وویل چې د جګړې د ډګر د وضعیت ارزولو لپاره یې له ساحوي قوماندانانو سره شخصي خبرې کړې دي.
هغه د مهماتو د جدي کمښت په اړه اندېښنې رد کړې او زیاته یې کړه، که څه هم ایراني ځواکونه کله ناکله د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کولی شي، خو دوی تر ډېره حده د دې لارې څخه د انرژۍ د صادراتو د مخنیوي توان نه لري.
دا جګړه او هره میاشت د هغې د ۳ میلیارده ډالرو لګښت د ټاکنیزو کمپاینونو پر یوې مهمې مسلې بدله شوې ده. د انرژۍ لوړو بیو، ټرمپ او جمهوري غوښتونکي په هغو رقابتي ایالتونو کې دفاعي حالت ته اړ کړي چې د کانګرس کنټرول به ټاکي.
وینس په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د ځایناستي په توګه د یوه مخکښ جمهوري غوښتونکي نوماند په توګه کتل کېږي.
وینس وروسته رویټرز ته وویل چې تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې چې آیا په ۲۰۲۸ کال کې به د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي او که نه.
هغه وویل: "زه په طبیعي ډول یو داسې کس یم چې کارونه شاته غورځوم (ځنډوم یې)، ما په رښتیا هم په دې اړه ډېر فکر نه دی کړی."






















