د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچیز وروسته له هغه چې پارلمان د کور جوړولو بحران د حل په موخه د حکومت دوه تقنیني فرمانونه رد کړل، د نوامبر پر ۲۹مه له وخته مخکې ټولټاکنې اعلان کړې.
سانچیز د دوشنبې پر ورځ په مادرید کې په خپل رسمي استوګنځي کې د وینا پر مهال وویل چې له وخته مخکې د ټاکنو د رسمیت موندلو او پروسې د پیل په موخه به کابینه راوبولي.
نوموړي اعتراف وکړ چې حکومت یې ځینې تېروتنې کړي او ټول ټاکل شوي هدفونه یې نه دي ترلاسه کړي، او استدلال یې وکړ چې د لا زیات پرمختګ لپاره پیاوړي پارلماني اکثریت ته اړتیا ده.
سانچیز وویل چې د کورونو خوندیتوب، نابرابري او عامه خدمات لویه ننګونه ده او د خپل ائتلاف د اصلاحاتو د پرمخ وړلو لپاره یې د د نوي او قوي پرمختللي اکثریت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د جمعې پر ورځ د کور جوړولو اړوند دوه مسودې له شکست سره مخ شوې؛ هغه طرحې چې د یوې ۸۷ کلنې مېرمنې (ماریکارمن اباسکال) له خپل کور څخه د ایستل کېدو پر ضد له پراخو لاریونونو وروسته چمتو شوې وې.
د کتلوینیا د جلا غوښتونکي ګوند (Junts) استازو د محافظه کار ولسي ګوند (Popular Party) او افراطي ښي اړخې ډلې (Vox) سره یوځای د حکومت له خبرو اترو سره سره، د یادو دوو طرحو پر ضد منفي رایې ورکړې.
د اونۍ په پای کې زرګونو کسانو د اسپانیا په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راووتل او د کور جوړولو د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه، په داسې حال کې چې مظاهره چیانو د مادرید پر «پويرتا دل سول» سیمه کې خېمې وهلي دي.
نوموړي دا ټاکنې د پرمختللو اصلاحاتو د دوام او له هغې افراطي ښي اړخې څپې ترمینځ یو انتخاب وګڼلو چې د خلکو له حقونو شا ته تګ غواړي.
لومړي وزیر له رای ورکوونکو وغوښتل چې اسپانیا ته پراخ پرمختللی اکثریت ورکړي، او زیاته یې کړه چې هېواد بايد د پرانیستي لیدلوري او ټولنیز عدالت یوه پیاوړې الګو پاتې شي.
سانچیز د خپل حکومت د کارنامو په دفاع کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د نابرابرۍ د کمېدو، د تحصیلي بورسونو او رخصتیو د زیاتېدو، په روغتیا او ښوونې او روزنې کې د پانګونې، او د صنعتي مدرن سازۍ یادونه وکړه.
هغه همدارنګه له ایکولوژیکي تحول او د اوکراین، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه د اسپانیا پر نړیوال درېځ ټینګار وکړ.
سانچیز اسپانیا د «سولې او سوکالۍ لپاره د نړیوال مرجع» په توګه ونوموله او له خلکو یې وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي اسپانیا به د ټولنیز عدالت مورچل پاتې کېږي.
په اسپانیا کې وروستۍ عمومي ټاکنې په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شوې وې چې د سانچیز سوسیالیست ګوند پکې دویم مقام ترلاسه کړی و.
نوموړي د پرمختللو ډلو (Sumar) له ائتلاف او د سیمه ییزو کتلوني جلا غوښتونکو (Junts) په پارلماني ملاتړ ائتلافي حکومت جوړ کړی و.
ټاکل شوې وه چې بلي عمومي ټولټاکنې د ۲۰۲۷ کال د اګست له ۲۲مې نېټې وړاندې ترسره نه شي.


















