سوریې د شنبې په ورځ د اشغال شوې سورۍ جولان غونډۍ د جلا کوونکې کرښې تر څنګ د اسرائیلو کیندنې په کلکه وغندلې او دا یې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د جلا کولو د معاهدې «ښکاره سرغړونه» وبلله.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د «صوفا ۵۳» (Sofa 53) په نوم پروژې کارونه لغوه او غندلي دي، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو د سویل د قنیطره ولایت په کلیوالو سیمو کې د «العشه» کلي لوېدیځ لوري ته کیندنې بیا پیل کړې دي.
وزارت دا کارونه د بېوسلې کولو په معاهده کې د پوښل شوې حایلې سیمې په شاوخوا کې د اسرائیلي سرغړونو یوه برخه بللې ده.
وزارت خبرداری ورکړ: «د اسرائیلي اشغالګرو د متجاوزانه تګلارې دوام چې په ځمکه کې له بریدونو او تیریو سره مل دی، د سیمې امنیت او ثبات ته مستقیم ګواښ پېښوي او نړیوال حقوق بېارښته کوي.»
دغه وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د داسې کړنو د مخنیوي او د هغو د تکرار د نه کېدو لپاره بېړني او مخنیوونکي ګامونه پورته کړي.
پر ځمکنۍ حاکمیت بیا ټینګار
وزارت همدارنګه د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړهلیکونو پر بنسټ د خپلې ټولې خاورې پر سر د بشپړ حاکمیت د پلي کولو لپاره د سوریې پر حق بیا ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دولت د حاکمیت د ساتلو او د سرحدونو د درناوي په برخه کې خپل قانوني او اخلاقي مسؤلیتونه ادا کړي.
د سوریې د «الانباریه» ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، پدې پروژه کې د بېوسلې شوې حایلې سیمې د ننه د جلا کوونکې کرښې امتداد کې د یوه پوځي سړک کیندل او جوړول شامل دي.
اسرائیلو د دې پروژې په برخه کې - چې د «لوی طوفان» یا «صوفا ۵۳» په نوم هم یادېږي - د ۲۰۲۲ کال په منځنیو کې د شمالي قنیطره د «حضر» سیمې ته نږدې کارونه پیل کړل، مخکې تر دې چې د جباثا الخشب، الحمیدیه، القحطانیه، روېحینه، بئر عجم او بریقه سیمو ته یې غځونه ورکړي.
د دې لارې امتداد سویلي لوري ته د «العشه» له لارې د هغې نقطې په لور غځېږي چې د سوریې، اردن او اسرائیلو سرحدونه سره وصلېږي.
د اسرائیلي پوځي پراختیا ګړنديتوب
د سوریې د رسنیو له مخې، د دې پروژې د یوې برخې په توګه، اسرائیلي پوځ شاوخوا ۸ متره سور لرونکی پوځي سړک جوړ کړی چې دواړو خواوو ته یې ۵ متره لوړ خاورین خنډونه جوړ شوي دي. دغه راز په اشغال شوې جولان غونډۍ کې د اوربند کرښې تر څنګ د دې لارې په اوږدو کې نظارتي پوستې او پوځي موقعیتونه تاسیس شوي دي.
د سوریې راپورونه ښيي چې اسرائیلي ځواکونه د اوربند له کرښې ۳۰۰ تر ۱,۰۰۰ مترو پورې وړاندې تللي، او پوځي بیارغونه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې — په ځانګړي توګه د بشار الاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته — زیاته شوه.
ځایي اوسېدونکو پخوا اناتولي اژانس ته ویلي وو چې د دې پروژې پراختیا د قنیطره په کلیوالي سیمو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د کرنې او څړځایونو لپاره له کاره ایستلې او د اوبو جریان یې ګډوډ کړی او د سیمې طبیعي منظره یې بدله کړې ده.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۸مه د اسد له سقوط راهیسې، اسرائیلو په سوریه کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي او خپل ځواکونه یې د جولان حایلې سیمې او شاوخوا نقطو ته ننوېستي دي.
سوریه له نیول شوو سیمو څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او د ۱۹۷۴ کال د بېوسلې کولو تړون ته خپله ژمنتیا ساتي؛ په داسې حال کې چې اسرائیل ادعا کوي چې دا تحرکات یې د امنیتي ملحوظاتو له مخې ترسره کړي دي.




















