د اکسیوس وېبپاڼې د خبر له مخې، درېیو امریکايي چارواکو ادعا کړې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوړپوړي سلاکاران (چارواکي) په کمپ ډیویډ کې سره راټول شوي دي.
دغو چارواکو د دې په بیانولو سره چې په یاده غونډه کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په صورت کې د اخیستل کېدونکو ګامونو او په یمن کې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د جګړې په تړاو خبرې شوې دي، ادعا کړې چې د دې غونډې مشري د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس کوله.
چارواکو څرګنده کړې چې په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف، د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) رئیس جان راټکلیف او د امریکا د پوځ لوی درستیز ډان کین ګډون کړی و.
له دغو چارواکو څخه یوه یې ویلي چې په یاده غونډه کې پر ډېرو مسایلو "په ژوره توګه" بحث او خبرې شوې دي.




















