نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز اعلان کړی چې د امریکا، چین او روسیې مشران به د چین په سویلي ښار شینزین کې د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سرمشریزې په څنډه کې سره وګوري.
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي. / Reuters

سپینې ماڼۍ ویلي چې ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او شي جینپینګ به راتلونکې اونۍ په شینزین کې د یوې سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا، روسیې او چین د مشرانو ترمنځ لومړنۍ درې اړخیزه لیدنه ترسره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز خبریالانو ته وویل چې درې واړه مشران به د چین په دغه سویلي ښار کې د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سرمشریزې په څنډه کې سره وګوري.

ویلز وویل: «ولسمشر روښانه کړې ده چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په نړۍ کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه هم خبرې وکړي. ولسمشر ټرمپ باور لري چې د دغو وسلو خپرېدل خورا خطرناک دي.»

امریکایي چارواکو ویلي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې له دوو سترو روانو شخړو څخه به پر یوې خبرې وشي، خو پر بلې به بحث ونه شي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته په یوه ټیلیفوني غونډه کې وویل: «زه فکر کوم ولسمشر په رښتیا هم هوډ لري چې له شي جینپینګ او ولادیمیر پوتین سره په درې اړخیزه غونډه کې د ایران په اړه خبرې وکړي.»

امریکایي چارواکو ویلي چې ټرمپ غواړي د پنجشنبې په ورځ په درې اړخیزو خبرو کې د اټومي وسلو د زېرمو پر کمولو بحث وکړي او همداراز به په ایران کې د امریکا جګړه هم یاده کړي، خو تمه نه کېږي چې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

دغه چارواکي د هغو خبرو اترو په اړه چې امریکایي استازو په وروستیو ورځو کې د روسیې له ولسمشر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کړې دي، زیاته کړه چې واشنګټن له کییف او مسکو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو «یوه بیخي جلا لاره» لري.

هغه زیاته کړه: «چین په حقیقت کې د هغه بهیر برخه نه دی، نو داسې نه ښکاري چې دلته د اوکراین په اړه بحث مناسب وي.»

ماسک له ټرمپ سره ملتیا کوي چارواکو ویلي چې د ټیسلا او سپېس اېکس مشر ایلان ماسک به چین ته په سفر کې له ټرمپ سره مل وي، خو له شي جینپینګ او پوتین سره به په غونډه کې برخه نه اخلي.

ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر سره دوه اړخیزه کاري غرمنۍ او لیدنه هم ولري — چې تېر کال واک ته د امریکا د ولسمشر له بېرته ستنېدو راهیسې به دا د دوی څلورمه لیدنه وي.

خو ټرمپ له پوتین سره د جلا دوه اړخیزې لیدنې مهالوېش نه لري.

چارواکو ویلي، د نورو موضوعاتو ترڅنګ، تمه نه کېږي چې له شي جینپینګ سره د ټرمپ په لیدنو کې له یوې ادعا شوې چینایي جاسوسې سره د اړیکې له امله د اینویډیا (Nvidia) شرکت د اجرائیوي رئیس جینسن هوانګ د استعفا موضوع یاده شي.

یوه بل لوړپوړي امریکایي چارواکي وویل: «د اینویډیا وضعیت باید په حقیقت کې پر دې سفر هېڅ اغېز ونه لري.»

امریکا همداراز پلان نه لري چې د حساسو چپ ټکنالوژۍ پر صادراتو د کنټرول په اړه بحث وکړي، کوم چې د اینویډیا د رسوایۍ اصلي محور و.

دویم چارواکي وویل: «موږ د امریکا د صادراتو پر کنټرول خبرې نه کوو. دا د ملي امنیت مسلې دي چې موږ یې په اداره کې دننه تنظیموو... او موږ هیڅ تمه نه لرو چې هلته له چینایانو سره زموږ په خبرو کې دې دا موضوع یاده شي.»

ټرمپ به د دوشنبې په ورځ له واشنګټن څخه روان شي او شینزین ته تر تګ مخکې به د سه شنبې په ورځ د سویل ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې (ASEAN) په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فلیپین ته ورسېږي.

 

وپلټۍ
اردوغان له پزشکیان سره په خبرو کې د ایران پر ضد د امریکا د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
چین او امریکا روسیې سره په ممکنه درې اړخیزو خبرو اترو کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو مسئله مطرح کوي
زیلینسکي: د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ د روسیې سره د امریکا په چلند پورې اړه لري.
اسرائیلو په هالنډ کې خپل سفیر د بن ګویر او سموټریچ په اړه د څرګندونو له امله بیرته هیواد ته راوبللو.
د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې ودانۍ  نړېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان شوي
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
جرمني د امنیتي اندېښنو له امله د چینایي بې پیلوټه الوتکو پوځي کارول پای ته رسوي
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په روغتون کې له درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل