تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
د استانبول غونډه به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو پرمختګونو پر څېړلو تمرکز ولري، دا په داسې حال کې ده چې انقره د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
اردوغان - زیلینسکي

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو رئیس برهان الدین دوران د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به د شنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه تورکیې ته سفر وکړي.

دوران وویل، په استانبول کې به د تورکیې او اوکراین ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا پر ګامونو او همدارنګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې او د تور سمندرګي د امنیت په اړه خبرې وشي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تورکیه د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې ځان د یوه ډیپلوماټیک منځګړي په توګه ساتي، او ترڅنګ یې په تور سمندرګي کې د سمندري امنیت او ثبات د ساتلو هڅه کوي.

د تور سمندرګي امنیت او د سولې هڅې د اجنډا برخه دي

اردوغان او زیلینسکي وروستی ځل په سپټمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې سره لیدلي وو، چېرته چې دوی د تور سمندرګي د امنیت، د اوکراین د سمندري صادراتي دهلېز د فعالیت او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

زیلینسکي هغه مهال ویلي وو چې اوکراین چمتو دی چې تورکیه د سولې د خبرو اترو په اړه د درې اړخیزو مشرانو د غونډې کوربه‌توب وکړي. د اوکراین د ولسمشر په وینا، اردوغان د دا ډول خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی و.

تورکیې تر دې وړاندې په استانبول کې د روسي او اوکرایني پلاوو ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب کړی او د اوربند او تلپاتې جوړجاړي په برخه کې یې د ډیپلوماټیکو هڅو د اسانولو هڅه کړې ده.

تمه کېږي چې دا راتلونکې غونډه به دواړو مشرانو ته یو بل فرصت برابر کړي ترڅو د جګړې، سمندري امنیت او د تورکیې-اوکراین د همکاریو د راتلونکي په اړه خبرې اترې وکړي.

 

وپلټۍ
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د واک څخه د لرې کولو  په موخه عربي ګوندونو ته مخه کوي
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
د غزې په الخلیل ښار د اسرائیلو لخوا چاپې او محاصره دوام لري.
ټرمپ وايي ډیر ژر به  د پوتین او زیلینسکي لیدنه تنظیم شي.
د امریکا په سان ډیاګو کې اسلامي مرکز ته د مخامخ ګواښ له امله په موقتي توګه وتړل شو.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته  ایران پر وړاندې د شوني کړکېچ په اړه د خلیج هیوادونو ته خبرداری ورکوي
د ایران ولسمشر او د قطر امیر په مسکو کې د منځني ختیځ د جګړې او هرمز تنګي په اړه خبرې وکړې
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ