که څه هم دا روښانه نه وه چې دا کښتۍ به کله بېرته ستنه شي، خو واشنګټن پوسټ د یوه امریکایي چارواکي په حواله وايي چې تمه کیږي فورډ به د مې میاشتې په نیمایي کې ویرجینیا ته ورسیږي.
د یوه راپور له مخې، متحده ایالات چمتو دي چې د USS Gerald R. Ford په نوم خپله الوتکه وړونکې کښتۍ له ۱۰ میاشتو ماموریت وروسته له منځني ختیځ څخه بېرته راوباسي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د ګڼو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی او تایید کړې یې ده چې دغه الوتکه وړونکې کښتۍ به په راتلونکو ورځو کې خپل هېواد ته د ستنېدو سفر پیل کړي.
دا سمدستي روښانه نه وه چې کښتۍ به کله خپل کور ته ستنېدل پیل کړي، خو راپور د یوه چارواکي په حواله وايي چې تمه کیږي دا کښتۍ به د مې میاشتې په نیمایي کې د ویرجینیا ایالت ته ورسیږي.
USS Gerald R. Ford په سیمه کې له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه یوه ده، چې نورې یې USS George H.W. Bush او USS Abraham Lincoln دي.
فورډ کښتۍ، چې شاوخوا ۴۵۰۰ سمندري سرتېري لېږدوي، په سره سمندرګي کې ده او د ایران د بندرونو په امریکایي محاصره کې برخه نه اخلي.
د راپورونو له مخې، دغه الوتکه وړونکې کښتۍ به کور ته له ستنېدو وروسته د کالو مینځلو په خونه کې د پرله پسې ستونزو او زیانونو له امله پراخو ترمیماتو ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، ګڼو قانون جوړوونکو د پنټاګون له مشر پیټ هیګسیت سره په یوه غونډه کې د دې الوتکې وړونکې کښتۍ مسله راپورته کړه.
د امریکا د استازو جرګې غړي ګیل سیسنیروس، له هیګسیت څخه د فورډ د
ماموریت غځولو د پایلو په اړه پوښتنې وکړې.
هیګسیت وویل چې د ماموریت غځول "یوه سخته پریکړه وه"، او زیاته یې کړه چې دا اقدام د امریکا له سمندري ځواک سره په مشوره شوی و.
دغه الوتکه وړونکې کښتۍ ۳۰۹ ورځې په ماموریت بوخته وه، چې دا د هرې عصري امریکایي کښتۍ لپاره تر ټولو اوږده موده ده.
فورډ کښتۍ د تېر کال د جون په ۲۴مه له نورفولک سمندري اډې څخه اروپا ته ولېږل شوه، مخکې له دې چې کارابین او وروسته په منځني ختیځ کې سره سمندرګي ته واستول شي.












