نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
اوکرایني چارواکو ویلي، دوه ملکي سوداګریزې کښتۍ چې د اوکراین بندرونو ته روانې وې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې، چې له امله یې د پاناما بیرغ لرونکې کښتۍ اور واخیست.
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو

د اوکراین د بیارغونې مرستیال لومړي وزیر اولیکسي کولیبا وویل، د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له خوا د اوکراین بندرونو ته په روانو  سوداګریزو کښتیو برید وکړ چې له امله يي د مصر د عملې یو ۵۸ کلن غړی وژل شوی او څو نور، چې تورکي او هندي وګړي  هم پکې شامل وو له کښتیو تخلیه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې، کولیبا وویل چې روسي ځواکونو د شپې له خوا د اوکراین په لور د ملکي سوداګریزو کښتیو باندې د ډرون بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې د پاناما بیرغ لرونکې یوې کښتۍ اور واخیست.

هغه وویل: "د جون د ۲۲مې نېټې په شپه، دوه ملکي سوداګریزې بېړۍ چې د اوکراین بندرونو ته روانې وې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو لاندې راغلې. د دې برید له امله د پاناما بیرغ لرونکې کښتۍ کې اور ولګېد." 

د کولیبا په وینا، هغه مصری وګړی چې د پاناما بیرغ لرونکې کښتۍ کې د اشپز په توګه کار کاوه، په برید کې ژوند د لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: "د تورکیې او هند د اتباعو په ګډون د عملې اته غړي اړ شول چې د ژغورنې کښتۍ له لارې وایستل شي." 

هغه زیاته کړه چې د پلوو او بیلیز د بیرغونو لاندې کښتۍ هم د بریدونو په ورته څپې کې په نښه شوې وې.

کولیبا دا پیښه "د روسیې لخوا ترسره شوی جنګي جرم" وباله او داسې ویډیوګانې یې خپرې کړې چې د هغه په وینا د بریدونو پایلې ښيي.

وپلټۍ
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي
پاکستان په خپله خاوره د افغان ځواکونو د برید ادعا رد کړه؛ وايي یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
اسرائیل لخوا د امریکا او ایران ترمنځه د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې له منځه وړو هځې روانې دي
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې