نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د روسیې د هوايي چلند چارواکو د دوشنبې په ورځ د مسکو څلور هوايي ډګرونه وروسته له هغه د لنډ وخت لپاره وتړل چې د ډرون الوتکو یو برید شنډ کړای شو.
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول

د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول

د روسیې د پلازمینې مسکو څلور واړه هوايي ډګرونه وروسته له هغه د لنډ وخت لپاره وتړل شول چې چارواکو وویل هوايي دفاعي سیسټمونو پلازمینې ته نږدې ۵۹ ډرون الوتکې ویشتلي دي. ورته مهال، په کریمیا کې د امنیتي اندېښنو له امله بېړني محدودیتونه لګول شوي دي.

د روسیې د هوايي چلند چارواکو د دوشنبې په ورځ د مسکو څلور هوايي ډګرونه وروسته له هغه د لنډ وخت لپاره وتړل چې د ډرون الوتکو یو برید شنډ کړای شو.

د مسکو ښاروال، سرګي سوبیانین په ټیلیګرام کې وویل چې ۵۹ ډرون الوتکې چې د ښار په لور روانې وې، له منځه وړل شوې دي. سوبیانین نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې بېړني خدمات هغو سیمو ته استول شوي چې ډرون الوتکې پکې راغورځول شوې دي.

اوکراین د روسیې لخوا د خپلو ښارونو د بمبارۍ په بدل کې د روسیې خاورې ته ډرون الوتکې لېږي، که څه هم سوبیانین په ښکاره ونه ویل چې دا ډرون الوتکې له اوکراین څخه راغلې وې.

د هوانوردۍ څارونکې ادارې په جلا توګه وویل چې د شریمیتیو ، دومودیدوفو ، ونوکووا  او د پلازمینې نږدې ژوکوفسکي  هوايي ډګرونو الوتنې وځنډولې، خو وروسته بېرته پیل شوې. چارواکو اعلان وکړ چې سهار ۵:۳۹ بجې هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل شول.

دا برید وروسته له هغه کېږي چې تېره اونۍ هم ډرون الوتکو د مسکو د تېلو پر یوازینۍ تصفیه خانه برید کړی و. په هغه برید کې، د مسکو دفاعي سیسټمونو نږدې ۲۰۰ ډرون الوتکې ویشتلې وې، چې دا په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د شخړې له پیل راهیسې پر دغه ښار یو له تر ټولو لویو هوايي بریدونو څخه و.

د روسیې لخوا الحاق شوې کریمیا کې، د سیواستوپول ښار والي میخایل رازوزایف په ټیلیګرام کې وویل چې د دوشنبې په ورځ یې په ازاده فضا کې ټول عامه مراسم لغوه کړي او د سړکونو څراغونه به بند وساتل شي. هغه له خلکو وغوښتل چې د برېښنا مصرف کم کړي.

کریمیا چې د روسیې د ګرځندویانو لپاره یو مشهور ځای دی، پر عامو خلکو او سوداګریو د تېلو پلورل هم بند کړي دي؛ تېل یوازې هغو دولتي ادارو ته ورکول کېږي چې د اړینو خدماتو او امنیت مسؤلیت لري.

 

وپلټۍ
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي
پاکستان په خپله خاوره د افغان ځواکونو د برید ادعا رد کړه؛ وايي یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
اسرائیل لخوا د امریکا او ایران ترمنځه د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې له منځه وړو هځې روانې دي
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې