ایا چین کولای شي د شي او ټرمپ تر لیدنې مخکې له ایران سره خپلې اړیکې په یوه ډیپلوماتیک رول بدلې کړي؟
نړۍ
9 د لوستلو دقیقې
ایا چین کولای شي د شي او ټرمپ تر لیدنې مخکې له ایران سره خپلې اړیکې په یوه ډیپلوماتیک رول بدلې کړي؟په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنې مخ په ډېرېدو دي، په بیجینګ کې د عراقچي خبرې اترې دا په ډاګه کوي چې شي جین پینګ له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره د چمتووالي پر مهال تر کومه حده همکارۍ ته چمتو دی.
چین - امریکا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روانې اونۍ په پیل کې په بیجینګ کې له خپل چینایي سيال وانګ يي سره وکتل، دا په داسې حال کې ده چې تهران پر ایران د امریکا او اسرائیلو د روانې جګړې په ترڅ کې د خپل یوه نږدې نړیوال شریک ملاتړ ته سترګې په لار دی.

دا خبرې اترې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د بریکس (BRICS) هېوادونو څخه وغوښتل چې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، او دا د سپټمبر په ۲۴مه په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د شي تر ټاکل شوې لیدنې یوازې یوه اونۍ مخکې ترسره کېږي.

د دې لیدنې مهال وېش د بیجینګ رول ته پام اړولی دی: چین په پرله پسې ډول د ډیپلوماسۍ او جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، خو په ورته وخت کې یې له تهران سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې هم ساتلې دي.

خو دا لا روښانه نه ده چې ایا بیجینګ چمتو دی له دغو اړیکو څخه په استفادې ایران او امریکا بېرته خبرو اترو ته وهڅوي که نه.

د پريتوریا پوهنتون د میلمه پروفیسور او د نړیوالو چارو شنونکي، پروفیسور ګارت لی پیر (Garth Le Pere) په وینا، له ایران سره د چین نږدې اړیکې او همدارنګه له جګړې څخه د چین اقتصادي زیانمنتیا، ښايي بیجینګ ته دا دلیل په لاس ورکړي چې له ټرمپ سره د شي تر لیدنې مخکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

لی پیر ټي آر ټي ورلډ (TRT World) ته وویل: "د ایران او چین ترمنځ نږدې اتحاد ته په کتو، یوه معقوله تمه دا ده چې چین به واشنګټن ته د ولسمشر شي له راتلونکي سفر څخه په استفادې د جګړې او کړکېچ د کمولو هڅه وکړي، په ځانګړې توګه له دې امله چې چین د ایران د خامو تېلو ترټولو لوی مصرفوونکی دی او د مالي او انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ له امله په مستقیم ډول اغېزمن کېږي."

هغه زیاتوي: "چین ځان د یوه بې طرفه لوبغاړي په توګه ښودلی او هڅه کوي چې د یوه باوري منځګړي رول ولوبوي، که څه هم دا رول تر یوه حده دوه مخی (مبهم) دی."

له عراقچي سره د لیدنې پر مهال، وانګ له ایران او امریکا وغوښتل چې زغم غوره کړي، د اسلام اباد د تفاهم یادښت ته ستانه شي او تر دې دمه د شویو هوکړو پر بنسټ د خبرو اترو یو میکانیزم بیا رامنځته کړي.

هغه همدارنګه د دواړو لوریو ترمنځ د بنسټیزو مشورو غوښتنه وکړه او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا تر دې خورا مخکې خبره ده چې یوازې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وشي. خو بیا هم دا په رسمي توګه د منځګړي رول لوبولو لپاره د چین له لوري پوره ګام نه دی.

بیجینګ د منځګړیتوب کوم نوښت نه دی اعلان کړی او نه یې هم د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه توب وړاندیز کړی دی. پرځای یې، دا هېواد دواړه لوري ډیپلوماتیکې پروسې ته هڅوي خو د خبرو اترو اصلي کار یې تهران او واشنګټن ته پرېښی دی.

چین او ایران خپلې اړیکې د یوې هر اړخیزې ستراتیژیکې ملګرتیا په توګه یادوي، او بیجینګ په پرله پسې توګه له هغه څه سره مخالفت کړی چې پر تهران یې یو اړخیز فشار بولي.

په ورته وخت کې، د جګړې دوام د انرژۍ اکمالات، سوداګریزې لارې او اقتصادي ثبات ګواښي، هغه څه چې چین پرې تکیه لري.

د هرمز تنګی یوه ځانګړې او جدي اندېښنه ده.

د دې تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د وانګ غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راځي چې جګړه د نړۍ د انرژۍ یوه ترټولو مهمې لارې ګډوډولو ته دوام ورکوي. د بریکس (BRICS) مشرانو هم د نوي ډیلي په خپله اعلامیه کې د بشپړ زغم او د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د جریانونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

د ایران اټومي دوسیه او د چین اقتصادي اړیکې

بیجینګ په پرله پسې توګه د ایران پر وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو مخالفت کړی او د اټومي شخړې د ډیپلوماتیک حل ملاتړ یې کړی دی، پداسې حال کې چې واشنګټن پر تهران د فشار زیاتولو ته دوام ورکړی دی.

په ورته وخت کې، چین د دې فشار په وړاندې د مقاومت کولو لپاره د ایران د وړتیا په برخه کې په زیاتېدونکې توګه مهم شوی دی.

د امریکا د کانګرس یوه کمېسیون روانه اونۍ وویل چې چین، په ځانګړې توګه د ایراني تېلو د پېرلو له لارې، د ایران تر ټولو مهم اقتصادي ملاتړی پاتې شوی دی، پداسې حال کې چې له تهران سره په تړلو چینایي شبکو د امریکا مخ په زیاتېدونکي فشار ته هم اشاره شوې ده.

دا حالت بیجینګ اړ کوي چې له تهران سره د خپلو اړیکو او له واشنګټن سره د خپلو اړیکو ترمنځ تعادل وساتي.

چین لېواله دی چې د ایران د لا زیاتې انزوا مخه ونیسي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د امریکا بندیزونه د هغو چینایي بنسټونو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې له ایران سره په سوداګرۍ کې ښکېل دي.

خو بیجینګ پدې کې هم ګټه لري چې د جګړې د لا پراخېدلو مخه ونیسي، هغه پراختیا چې سیمه ییزه سوداګري او د انرژۍ امنیت نور هم زیانمنولای شي.

له همدې امله، اټومي مسله د دې پراخې پوښتنې ترڅنګ مطرح کېږي چې چین د ایران لپاره څه کولو ته چمتو دی. بیجینګ کولی شي له تهران سره مرسته وکړي چې د اقتصادي فشار پر وړاندې مقاومت وکړي او د خبرو اترو لپاره یې د غوښتنې ملاتړ وکړي، خو تر اوسه یې واشنګټن او تهران د خبرو مېز ته د بېرته راوستلو مسؤلیت نه دی منلی.

او بیجینګ یوازې له تهران سره د خپلو اړیکو له لارې فعالیت نه کوي.

د پنجشنبې په ورځ، وانګ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره خبرې وکړې، چې منځنی ختیځ د بحث شویو مسایلو له ډلې څخه و. د بیجینګ په وینا، وانګ یو ځل بیا د زغم، د اسلام اباد تړون ته د ستنېدو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

لی پیر تمه لري چې بیجینګ به د دې پرځای چې د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیم منځګړیتوب خطرونه ومني، یو سمبولیک ډیپلوماتیک رول ولوبوي.

لی پیر وايي: "په ډیلي کې د بریکس غونډې ته خپله وینا کې، شي د یوه څرګند او فعال منځګړیتوب رول وړاندیز ونه کړ، بلکې په منځني ختیځ کې د شخړې کمولو لپاره یې یو عمومي څلور فقره ییز پلان وړاندې کړ."

"دا پلان د چین د بهرني سیاست پر بنسټیزو ستنو ولاړ و، لکه سوله ییز ژوند، ملي حاکمیت ته درناوی، نړیوال قانون ته ژمنتیا، او د امنیت او پرمختګ ترمنځ د مناسب تعادل موندل."

هغه زیاتوي: "دا د چین د بهرني سیاست د ستراتیژیک لوري او نورمونو سره سمون لري، چې هدف یې د درېیمو اړخونو په جګړو، کړکېچونو او شخړو کې له ښکېلتیا څخه ډډه کول دي؛ او بیا وروسته د هرې ډیپلوماتیکې هڅې د ناکامۍ بار پر غاړه اخیستلو څخه مخنیوی دی."

بیجینګ د شي او ټرمپ لیدنې ته څه له ځانه سره راوړي؟

وانګ وروستی ځل د می په میاشت کې د چین په پلازمېنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او شي تر سرمشریزې مخکې په بیجینګ کې د عراقچي کوربه و.

د چهارشنبې ورځنۍ ناسته په چین کې د دوی دویمې مخامخ خبرې وې چې وروسته له هغې ترسره کېږي چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل.

د تهران لپاره، دې لیدنې دا فرصت برابر کړ چې له ټرمپ سره د شي تر کښېناستو مخکې بیجینګ ته خپل دریځ روښانه کړي. د چین لپاره، دې کار د دې چانس ورکړ چې له ایران څخه مخامخ خبرې واوري، پداسې حال کې چې له واشنګټن سره د ډیرو پراخو خبرو اترو لپاره تیاری نیسي.

تمه کیږي چې پر ایران د امریکا-اسرائیلو جګړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، تایوان او نورو کړکېچنو مسایلو ترڅنګ، د شي او ټرمپ د لیدنې په اجنډا کې شامله وي.

لی پیر وايي: "تمه کیږي چې د ایران اټومي پروګرام به د عراقچي او وانګ ترمنځ د بحث یوه مهمه موضوع وي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په دې وروستیو کې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) غوښتي چې ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي."

لی پیر وايي: "په هرصورت، دا تر ډېره سمبولیک دی. د هغو سختو بندیزونو د لا زیاتولو لپاره هره هڅه چې ایران پرې رنځیږي، له ناکامۍ سره مخ ده، ځکه چې دا به د چین او روسیې لخوا ویټو شي."

"که څه هم، چین د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د کڅوړې دروند بار احساس کړی دی."

هغه زیاتوي: "د تش په نامه 'د اقتصادي محرومیت عملیاتو' تر چتر لاندې، په زیات شمېر چین پورې تړلي چاڼځایونه، شرکتونه، او مالي وسایل شتون لري چې ادعا کېږي له ایران سره مستقیمې معاملې لري او له همدې امله چین کولای شي د دې بندیزونو اغېزې احساس کړي."

له همدې امله، د شنونکو په وینا، بیجینګ څو ګټې لري چې باید تعادل پکې وساتي. دا هېواد غواړي له ایران سره خپله ستراتیژیکه اړیکه وساتي، د ایران انرژۍ ته خپل لاسرسی خوندي کړي او د هغه فشار مخالفت وکړي چې د خپلو ګټو زیانمنوونکی یې بولي.

په ورته وخت کې، د چین ګټه په دې کې هم ده چې د جګړې د لا زیاتېدو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې ایران په نړیوال اقتصاد کې د بې ثباتۍ په یوې بلې لویې سرچینې بدل شي.

دا چین ته نفوذ او ګټه ورکوي، خو نفوذ درلودل د منځګړیتوب په مانا نه دی.

د اوس لپاره، داسې ښکاري چې بیجینګ له خپل موقعیت څخه په استفادې دواړه لوري ډیپلوماسۍ ته هڅوي، پداسې حال کې چې د ځان لپاره د مانور او حرکت ساحه هم ساتي.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ