د ایتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملېشو لخوا د سعودي عربستان سویل ته توغول شوی بالستیک توغندی شنډ او له منځه وړی دی.
المالکي په یوه اعلامیه کې د توغندي د شنډولو خبر ورکړ، خو د توغندي د احتمالي هدف یا د مرګ ژوبلې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا پیښه د سعودي عربستان په وړاندې د حوثي ملېشو لخوا د پولې هاخوا د بریدونو د زیاتیدو په منځ کې رامنځته شوې ده.
په وروستیو ورځو کې، ائتلاف راپور ورکړی چې د ریاض او د سعودي عربستان د ختیځو سیمو پر لور یې څو بالستیک توغندي، او همدارنګه د دغه هېواد د سویلي سیمې پر لور توغول شوې بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د بېړني خبرداري خپرول
تر دې مخکې، سعودي عربستان د دغه هېواد په سویل لویدیځ کې په ابها او خمیس مشیط ښارونو، او همدارنګه په لویدیځ کې په طایف ښار کې د لنډې مودې لپاره بېړني خبرداري فعال کړل، خو وروسته یې اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی.
د سعودي د ملکي دفاع د جلا بیانونو له مخې، خبرداری د بیړنیو حالاتو لپاره د ملي لومړني خبرتیا پلیټ فارم له لارې خپور شو.
دې ادارې وروسته تایید کړه چې په ټولو درېیو سیمو کې خطر پای ته رسېدلی دی. ادارې له اوسېدونکو وغوښتل چې لارښوونې یې تعقیب کړي او د راټولیدو یا فلم اخیستلو څخه ډډه وکړي.
په اعلامیو کې د ګواښ څرنګوالی نه دی مشخص شوی او نه هم د مرګ ژوبلې یا زیانونو کوم راپور ورکړل شوی دی.
د جګړو بیا پیل
دغه خبرداري د حوثي ملېشو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ترمنځ د بیا پیل شویو جګړو په ترڅ کې خپاره شوي دي.
سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د حوثي ملېشو پر ضد د پوځي ایتلاف مشري کوي، وروسته له هغه چې دغې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد نورې برخې ونیولې.
د کلونو جګړو په یمن کې یو سخت بشري ناورین رامنځته کړی دی.


















