نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه
سموتریچ د بن ګویر وروسته دویم اسرائیلي وزیر دی چې فرانسې ته پر ننتو بندیز لګول شوی؛ بن ګویر د تېرې مې میاشتې په ترڅ کې د غزې په مرستندویه فعالانو د ملنډو وهلو له امله له بندیز سره مخ شوی و.
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د اسرائیلو د مالیې پر افراطي ښي اړخي وزیر، بېزلیل سموتریچ، فرانسې ته پر ننوتلو بندیز لګولی دی. دا اقدام له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د فلسطینیانو په وړاندې د مېشتو یهودانو د تاوتریخوالي په غبرګون کې شوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، د سې شنبې په ورځ وویل چې دا بندیزونه له بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، ناروې او نیوزیلنډ سره په همغږۍ پر هغو کسانو لګول شوي چې "په لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو د جوړولو د فعالیتونو او تاوتریخوالي د زیاتوالي مسؤل دي."

هغه وویل چې سموتریچ په فعاله توګه "د لوېدیځې غاړې د ضمیمه کولو (تړلو) هڅه کوي چې په ښکاره یې ادعا هم کوي، همدارنګه په لوېدیځه غاړه کې د نویو مېشت ځایونو جوړول، د غزې بیا مستعمره کول او د فلسطیني ادارې اقتصادي پاشل هڅوي چې د فلسطیني ولس لپاره ناوړه پایلې لري."

بارو پر اېکس (X) پاڼه ولیکل: "دا هغه پالیسي ده چې د نړیوالې ټولنې غوڅ اکثریت، چې د دوو دولتونو حل لارې ته ژمن دی، نشي منلی."

سموتریچ د اسرائیلو د حکومت دویم غړی دی چې په وروستیو میاشتو کې فرانسې ته له ننوتلو منع کېږي. تر دې وړاندې د مې په ۲۳مه د ملي امنیت پر وزیر اتیامار بن ګویر هم د هغو فعالانو د ملنډو وهلو له امله بندیز لګول شوی و چې د اسرائیلي سرتېرو له خوا نیول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی و.

فرانسې همدارنګه د مېشتو یهودانو د سازمانونو پر څلورو مشرانو او ۲۱ هغو غیرقانوني مېشتو یهودانو هم بندیز ولګاوه چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وو.

ناڅیزه حساب کتاب

ناروې ویلي چې د هغو بندیزونو ملاتړ کوي چې اروپايي ټولنې د مې په ۲۸مه اعلان کړي وو او پر ۲۰ "تاوتریخجنو مېشتو یهودانو" به د ننوتلو بندیز ولګوي.

بریتانیا هم پر هغو شبکو د بندیزونو ترڅنګ چې په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو د بریدونو مالي ملاتړ کوي، له خپلو سوداګرو او وګړو غوښتي چې په هغو اسرائیلي مېشت ځایونو کې له مالي فعالیتونو ډډه وکړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني ګڼل کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې، ایویټ کوپر، پارلمان ته وویل: "موږ باور لرو چې د مېشتو یهودانو تاوتریخجنې ډلې باید له هغو ځمکو ګټه پورته نه کړي چې له فلسطینیانو یې غصب کړې دي." هغې زیاته کړه چې د اسرائیلو حکومت د ځینو مېشتو یهودانو تاوتریخوالی غندلی، خو دا غندنه هغه مهال بې مانا ده چې حساب کتاب ورسره نه کېږي.

تېر کال پنځو هېوادونو پر بن ګویر او سموتریچ د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پارولو د تورونو له امله بندیزونه لګولي وو، په داسې حال کې چې هسپانیې، سلوانیا او په دې وروستیو کې ایرلنډ هم پر دغو وزیرانو ورته بندیزونه لګولي دي.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي