نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ویلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له واشنګټن سره په خپلو معاملو کې "بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي،" خو د یوې مرکې په خپره شوې برخه کې یې د دغو اختلافاتو په اړه له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'

د امریکا د ولسمشر مرستیال څرګنده کړه چې واشنګټن به د امریکا ګټو ته هغه وخت هم لومړیتوب ورکوي کله چې دا ګټې د اسرائیلو له ګټو سره په ټکر کې وي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ویلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له واشنګټن سره په خپلو معاملو کې "بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي،" خو د یوې مرکې په خپره شوې برخه کې یې د دغو اختلافاتو په اړه له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

کله چې له وینس څخه وپوښتل شول چې ایا نتانیاهو له امریکا سره د ایران په اړه په کار کې تېروتنې کړي، هغه سي بي ایس (CBS) ټلویزیون ته په یوه مرکه کې چې ټاکل شوې ده په پوره ډول د یکشنبې په ورځ خپره شي، وویل: "وګورئ، هغه بې له شکه ځینې ناسم کارونه کړي دي."

د ولسمشر مرستیال په دې اړه نور وضاحت ورنکړ او ویې ویل چې دا ډول بحثونه "غوره ده چې په شخصي (پټه) توګه پاتې شي."

سخت اختلافات

د وینس دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په اسرائیلو کې د نتانیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د اړیکو په اړه څارنه او بحثونه زیات شوي دي. دا وروسته له هغه چې اسرائیلي ورځپاڼې "معاریف" راپور ورکړ چې ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې په یوه ټلیفوني اړیکه کې پر اسرائیلي مشر سختې نیوکې کړې دي.

یادې ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ په لبنان کې د کړکېچ د زیاتېدو له امله نتانیاهو ته "ناشکره" ویلي او هغه یې له ایران سره د خبرو اترو په کمزوري کولو تورن کړی دی.

کله چې له وینس څخه په ټولیزه توګه د واشنګټن سره د نتانیاهو د اړیکو د سمبالولو په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې اسرائیلي مشر "په کلکه د خپل هېواد ګټې مطرح کوي،" چې کله ناکله د امریکا له ګټو سره سمون خوري او کله نه.

د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکول

وینس وویل: "زموږ دنده د یوې ادارې په توګه، او یقیناً هغه څه چې ولسمشر کړي دي، دا دي چې په دې اړه ډېر روښانه واوسو چې زموږ په ګټه څه دي. موږ باید په بنسټیزه توګه پر هغه څه تمرکز وکړو چې د متحده ایالاتو په ګټه وي."

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به هغه وخت هم د امریکا ګټې پالي کله چې دا ګټې د اسرائیلو له ګټو سره توپیر ولري.

دا سیمه د فبروري په وروستیو کې پر ایران باندې د امریکا او اسرائیلو له هوايي بریدونو وروسته په کړکېچ کې ده، چې په پایله کې یې ایران پر اسرائیلو او په سیمه کې پر هغو نورو هېوادونو ځوابي بریدونه وکړل چې امریکايي پوځي اډې پکې وې.

د اپریل په ۸مه یو لنډمهاله اوربند نافذ شو، خو وروستۍ خبرې اترې د هغه د پلي کېدو او نورو سیمه ییزو پرمختګونو په سر د اختلافاتو له امله له خنډ سره مخ شوې دي.

 

وپلټۍ
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه
ایران وايي پر ۲۱ امریکايي پوځي اهدافو يي ځوابي بریدونه کړي
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
هاکان فیدان به د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان استازیتوب وکړي
پاکستاني طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله يي ۶ تنه سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه