منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اردن کې یې یوه داسې اډه په نښه کړې چې د امریکا F-35، F-15 او F-16 جنګي الوتکې پکې مېشتې وې. دا برید پر ایران باندې د امریکا د بریدونو په ځواب کې شوی دی.
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي

سپاه پاسداران وايي چې د تهران په شاوخوا سیمو کې د امریکايي بریدونو په غبرګون کې یې ۱۲ بالستیک توغندیو سره د الازرق هوايي اډه ویشتلي، چې امریکايي جنګي الوتکې پکې ځای پر ځای دي؛ دا ادعاوې لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اردن کې یې یوه داسې اډه په نښه کړې چې د امریکا F-35، F-15 او F-16 جنګي الوتکې پکې مېشتې وې. دا برید پر ایران باندې د امریکا د بریدونو په ځواب کې شوی دی.

په یوه اعلامیه کې، سپاه پاسداران ویلي چې د دوی د هوايي فضا ځواک ۱۲ بالستیک توغندي پر الازرق هوايي اډې او د امریکايي پوځ پر نورو مهمو تاسیساتو توغولي دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دغه برید کې د اډې تاسیسات او همدارنګه هلته مېشتې ګڼ شمېر امریکايي جنګي الوتکې ویجاړې شوې دي.

سپاه پاسداران وویل چې دا بریدونه د تهران په لوېدیځ کې په کرج او نظر اباد سیمو کې د یوې تفریحي سیمې، یو صنعتي کمپلیکس او دغه راز په پیشوا ولسوالۍ کې د سپاه پاسداران پر یوې سیمه ییزې اډې د امریکا د توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

هغوی زیاته کړه چې د دوی د ځواکونو عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې "د دښمن تېری" دوام ولري.

له دې وړاندې، سپاه پاسداران ویلي وو چې په کویت کې د "علي السالم" او "احمد الجابر" په اډو او په بحرین کې د "شیخ عیسی" په اډه کې ۱۸ مهمې امریکايي نظامي موخې ویشتل شوې دي. د ایران په پوځي بیانونو کې د پیټریوټ سیسټمونو، مخابراتي تاسیساتو او په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بیړۍ  د په نښه کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

دا پرمختګونه پر جنوبي ایران د امریکا له بریدونو او په تعقیب یې په سیمه کې د امریکا پر نظامي اهدافو د ایران له ځوابي بریدونو وروسته د کړکېچ د چټک زیاتوالي په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

وپلټۍ
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه
ایران وايي پر ۲۱ امریکايي پوځي اهدافو يي ځوابي بریدونه کړي
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
هاکان فیدان به د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان استازیتوب وکړي
پاکستاني طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله يي ۶ تنه سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه