نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ممکن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ځای بل څوک د کیف په استازیتوب د خبرو اترو مشري وکړي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ممکن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ځای بل څوک د کیف په استازیتوب د خبرو اترو مشري وکړي.

 ټرمپ د اوکراین په خبرو اترو کې د زیلینسکي رول تر پوښتنې لاندې راوست

د شخړې د حل په برخه کې پر زیلینسکي د نیوکې په ترڅ کې، ټرمپ ادعا وکړه چې د اوکراین مشر کولای شول ډېر دمخه یو ښه تړون ترلاسه کړي. د مرګ ژوبلې او تلفاتو لوړ شمیر ته په اشارې، ټرمپ زیلینسکي تورن کړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې نه کوي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او د زیاتو انساني تلفاتو د مخنیوي غوښتونکی دی.

ایران د امریکا او اسرائیلو د ګواښونو له امله د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

ایران د متحده ایالاتو او اسرائیلو د دوامداره ګواښونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، غلام حسین درزي، له شورا وغوښتل چې د احتمالي برید ګواښونه وغندي او بېړنی اقدام وکړي. په ورته مهال، د ایران د سپاه پاسداران قول اردو اعلان وکړ چې له واشنګټن سره د تاوتریخوالي په لړ کې به نوي اهداف او وسلې نندارې ته وړاندې کړي. د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي وویل چې د انټرنیټ اووه مهم سمندري کیبلونه د هرمز له تنګي تیریږي او د سوداګریزو او انټرنیټي ډېټاوو ستره برخه پر همدې لاینونو سمبالېږي.

اروپايي ټولنه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې  خوندیتوب ارزوي

اروپايي کمیسیون د امریکا له احتمالي بندیزونو څخه د نړیوالې جنایي محکمې  د ساتنې او بلاک کولو په قانون غور کوي.

د اروپايي کمیسیون ویاندې سیوبان مک ګیري وویل چې اروپايي ټولنه له غړو هېوادونو سره په مشوره کې ده او د محکمې د دوامداره پلي کېدو او فعالیت ډاډمنولو لپاره مېکانیزمونه ارزوي. هغې زیاته کړه چې تر اوسه په وروستي ډول پرېکړه نه ده شوې چې دغه محافظتي مقررات به کله نافذ شي.

د امریکا د دفاع وزیر هیګسیت اسرائیل ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال له نتانیاهو سره وکتل

د اکسیوس  د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت  اسرائیل ته د یوه ناڅاپي او نه اعلان شوي سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره لیدلي دي.

دا کتنه د «اوودا» په هوایي اډه کې ترسره شوې، چېرې چې د امریکا پوځي ټانکرونه او جنګي الوتکې ځای پر ځای دي. دغه ناسته پر داسې مهال کېږي چې واشنګټن او تل ابیب د ایران پر وړاندې د ممکنه پوځي عملیاتو پر لارو چارو خبرې کوي. همداراز دا لیدنه د اسراییلو تر پارلماني ټاکنو اته ورځې مخکې ترسره کېږي.

تورکیه د ۴.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د ډېټا سنټر لویه پروژه پیلوي

تورکیې انقرې ته نږدې د یوه ستر ډېټا سنټر (معلوماتي مرکز) د ودانیزو چارو پیل اعلان کړی، ترڅو ځان په سیمه ییز ډېجیټلي مرکز بدل کړي.

دا پروژه د «رونیسانس هولډینګ» او د نړیوال ډېټا سنټر پرمخ وړونکي «ډېجیټل ریالټي» لخوا په ګډه پلي کېږي. د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې لومړنۍ پانګونه د زېربناو او ودانیزو چارو لپاره ۴۵۰ میلیون ډالر او د یخولو سیسټمونو او IT تاسیساتو لپاره ۹۰۰ میلیون ډالر ده. د پروژې د ټولو پړاوونو په بشپړېدو سره، د نغدې ثابتې پانګونې کچه ۴.۱ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

 

وپلټۍ
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي