نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي پر روسي نظامي تاسیساتو د مخکې له مخکې بریدونو امر وکړ
زیلینسکي د چهارشنبې په ماښام په خپله ویډیويي وینا کې وویل چې د دفاعي استخباراتو له مشر اولېګ ایواشچینکو څخه یې د اوکراین لخوا د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
زیلینسکي پر روسي نظامي تاسیساتو د مخکې له مخکې بریدونو امر وکړ
زیلینسکي پر روسي نظامي تاسیساتو د مخکې له مخکې بریدونو امر وکړ

د اوکراین ولسمشر ادعا کوي چې روسیه دا مهال مسکو، والډای ښارګوټي او د کرچ پل ته (کوم چې کریمیا له اصلي خاورې سره نښلوي) ډېر هوايي دفاعي تهیزات لېږدوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، ده د هیواد استخباراتو او اردو ته لارښوونه کړې چې د هغو روسي تاسیساتو په وړاندې "مخکې له مخکې اقدام" وکړي چې په دې څلور کلنه جګړه کې کارول کېږي.

زیلینسکي د چهارشنبې په ماښام په خپله ویډیويي وینا کې وویل چې د دفاعي استخباراتو له مشر اولېګ ایواشچینکو څخه یې د اوکراین لخوا د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. هغه ادعا وکړه چې د اوکراین استخباراتو ځینې داسې "داخلي روسي اسناد" ترلاسه کړي چې ښيي دا بریدونه د مسکو لپاره خورا "دردناک" ثابت شوي دي.

هغه په ډاګه کړه چې اوکراین یو شمېر داسې اهداف ویشتي چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه تر ۱۲۰۰ کیلومتره ډېر لیرې دي، او په دې بریدونو کې د روسي پوځ د مخابراتو مرکزونه هم په نښه شوي دي.

زیلینسکي وویل: "ما خپلو استخباراتو او اردو ته لارښوونه وکړه چې د هغو تاسیساتو په وړاندې مخکې له مخکې اقدامات وکړي چې روسان یې د جګړې د پراخولو لپاره کاروي."

نوموړي ادعا وکړه چې مسکو دا مهال د خپلې پلازمېنې ترڅنګ، والډای ښارګوټي او د کرچ پل ته ډېر دفاعي تجهیزات لېږدوي. د کرچ پل په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د کریمیا له الحاق وروسته د دې لپاره جوړ شو چې دا ټاپووزمه د روسیې له اصلي خاورې سره ونښلوي.

زیلینسکي دا ادعا هم وکړه چې د روسیې له ۶۰ څخه ډېرې سیمې د تېلو له کمښت سره مخ دي. د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو د اوکرایني ډرون بریدونو له امله یو شمېر تاسیسات د بیارغونې لپاره تړل شوي، چې له امله یې مسکو د کورني بازار د ثبات لپاره په ځینو سیمو کې پر تېلو محدودیتونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې، دا محدودیتونه په تیو مین (Tyumen) او تاتارستان په څېر سیمو کې لګول شوي دي. په کریمیا کې روسي چارواکو اعلان کړی چې عامو خلکو او خصوصي سوداګریو ته د تېلو پلور په بشپړ ډول درول شوی او موجود تېل یوازې د اړینو عامه خدماتو لپاره ساتل کېږي. د روانې میاشتې په پیل کې د اوکراین پوځ ادعا کړې وه چې د روسیې ۱۶ مهم چاڼځایونه یې ویشتي او د هغوی د تولید ۳۰ سلنه ظرفیت یې له کاره اچولی دی.

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
اسرائیل به د امریکا په ملاتړ خبرو کې د جنوبي سیمو کنټرول لبناني ځواکونو ته وسپاري
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.