ورځپاڼې د یوې ناڅرګندې اسرائیلي سرچینې له قوله ویلي: "اسرائیلي پوځ به اړ شي چې د ژېړې کرښې له سیمې څخه په نسبي ډول شا ته شي." ژېړه کرښه یوه فرضي کرښه ده چې تل ابیب د اسرائیل له پولې څخه د لبنان خاورې ته ۸ کیلومتره دننه ټاکلې ده.
سرچینې زیاته کړې: "اسرائیلي او لبناني مذاکره کوونکي به په خپلو راتلونکو خبرو کې دا معلومه کړي چې په کومو ازمایښتي سیمو کې به مسؤلیت له اسرائیلي پوځ څخه لبناني پوځ ته لېږدول کېږي." د سرچینې په وینا، لبناني پوځ به په دغو سیمو کې د امریکا تر نږدې څارنې لاندې فعالیت کوي.
واشنګټن د بیروت او تل ابیب ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه توب کړی او د سه شنبې په ورځ بل پړاو ته چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د بنیامین نتنیاهو په ګډون اسرائیلي چارواکو په وار وار ویلي چې پوځ به یې د لبنان له جنوبي اشغال شویو سیمو څخه ونه وځي.
پر ملکي سیمو د اسرائیل بریدونه دوام لري
سره له دې چې د خبرو اترو لړۍ روانه ده، اسرائیلي پوځ د جمعې او شنبې په ورځو په لبنان کې بریدونه خورا زیات کړل او د هېواد په جنوبي او ختیځو برخو کې یې تر ۲۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړل. که څه هم اسرائیل ادعا کوي چې د حزب الله مرکزونه ولي، خو عیني شاهدانو او خبریالانو راپور ورکړی چې ډېری دا بریدونه پر کورونو او ملکي تاسیساتو شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د جمعې او شنبې په ورځو کې ۱۰۵ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې، د تېر کال له مارچ راهیسې په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۴۱۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۲۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
اسرائیل لا هم د لبنان په سویل کې ډېرې سیمې تر اشغال لاندې ساتي، چې ځینې یې له لسیزو راهیسې د دوی په واک کې دي او ځینې نورې یې د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو په جګړه کې نیولې دي.






















