بریتانیا او فرانسې روانه اونۍ د څه باندې ۳۰ هېوادونو نظامي پلان جوړونکي یوې غونډې ته بللي، ترڅو د هرمز د حیاتي تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوه همغږې ستراتیژي جوړه کړي.
دا دوه ورځنی کنفرانس چې د چهارشنبې په ورځ پیلېږي، د شمالي لندن په 'نارت ووډ' کې د بریتانیا په دایمي ګډه مرکزي قوماندانۍ کې جوړېږي.
د دې خبرو اترو موخه دا ده چې وروستي ډیپلوماټیک تړونونه په یو عملي نظامي پلان بدل کړي، ترڅو د شرایطو د برابرېدو په صورت کې د یوه تلپاتې اوربند په چوکاټ کې پلي شي.
نظامي پلان جوړونکي په دې ناسته کې پر نظامي وړتیاوو، قوماندې او کنټرول، او سیمې ته د ځواکونو د استولو پر څرنګوالي تمرکز کوي.
د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو څو ورځې وروسته، تهران د مارچ پر ۲مه په دغه تنګي کې — چې د تېلو او ګازو د صادراتو لپاره حیاتي لاره ده — پر کښتیو تګ راتګ محدودیتونه اعلان کړل.
پاکستان د اپریل پر ۸مه د ۱۴ ورځو اوربند له منځګړیتوب وروسته، د اپریل پر ۱۱مه او ۱۲مه د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ. دغه اوربند ټاکل شوې وه د واشنګټن په وخت د چهارشنبې په ماښام پای ته ورسېږي.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن به له ایران سره اوربند وغځوي، ترڅو د پاکستاني چارواکو په غوښتنه تهران ته د یو "واحد وړاندیز" د چمتو کولو لپاره وخت ورکړي.
اوسمهال د خبرو اترو د بل پړاو لپاره هڅې روانې دي، که څه هم د کښتیو د تګ راتګ د دغې مهمې لارې د بېرته پرانیستلو په اړه لا هم بې باوري او ناڅرګندتیا شتون لري.






