د ایران د جګړې له امله د سون توکو د بیو لوړېدل د اسیا-پسفیک سیمې اقتصادونه ګواښي، په میلیونونو خلک د فقر لور ته بیايي او د ۲۹۹ میلیارده ډالرو زیان خطر ورسره دی.
د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د شاکونو پر وړاندې د اسیا لومړني دفاعي تدابیر مخ په ختمېدو دي او اوس د دې اغېزو دویمه او لا جدي څپه پیل شوې ده.
کله چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه پیل شوه، حکومتونو هڅه وکړه چې ځان د هرمز تنګي له تړل کېدو سره برابر کړي، کوم چې اسیا ته د انرژۍ د لېږد یوه حیاتي لاره ده. هغوی سختې پرېکړې وکړې: د سوداګرۍ د سستېدو په بدل کې یې د برېښنا سپما ته لومړیتوب ورکړ، د سرې (کیمیاوي کود) د تولید په ځای یې کورنیو ته د ګاز پر ورکړه تمرکز وکړ او د موقتي اسانتیا لپاره یې د انرژۍ له زېرمو ګټه واخیسته.
خو دا اقدامات پر دې انګیرنه ولاړ وو چې جګړه به لنډمهاله وي او د انرژۍ لېږد به ژر بېرته عادي شي. خو داسې ونه شول.
څرنګه چې د جګړې پای نه معلومېږي، د سون توکو کړکېچ اوس په اقتصادونو کې د څپو په څېر خپرېږي. د الوتکو د ټکټونو بیې، د بار وړلو لګښتونه او د برېښنا بیلونه په لوړېدو دي، چې اقتصادي وده یې له خطر سره مخ کړې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په وینا، شاوخوا ۸.۸ میلیونه خلک د فقر له خطر سره مخ دي او دا شخړه ښايي د اسیا-پسفیک سیمې ته ۲۹۹ ملیارده ډالره اقتصادي زیان ورسوي.
د امریکا د بروکینګز انسټیټیوټ کارپوهه، سامانتا ګروس وايي: "هغه هېوادونه چې د غبرګون لپاره لږې سرچینې لري، یا هغه مصرف کوونکي چې د بیو د ورکړې وس نه لري، هغه لومړني کسان دي چې دا هر څه احساسوي."
اسیايي حکومتونو خپلې بودیجې د تېلو د ۷۰ ډالرو پر اوسط بیه اټکل کړې وې او مالي مرستو (سبسایډي) د سون توکو د بیو په ثبات کې مرسته کوله. خو جګړې د 'برنټ' خامو تېلو بیه شاوخوا ۱۲۰ ډالرو ته ورسوله.
حکومتونه اوس د یوې سختې پرېکړې سره مخ دي: یا به دغه ګران بیه سبسایډي ساتي چې عامه بودیجه تر سخت فشار لاندې راولي، او یا به یې ختموي چې لوړ لګښتونه پر مصرف کوونکو واوړي، چې دا کار بیا د ولسي غبرګون خطر لري.
هند له خپلو اتباعو غوښتي چې سفرونه او د تېلو کارول کم کړي، په داسې حال کې چې د سرې د کمښت او د وریجو د تولید د کمېدو اندېښنې هم په زیاتېدو دي. فیلیپین په اونۍ کې د کار څلور ورځې اعلان کړې، خو بیا هم سوداګرۍ له ستونزو سره مخ دي. تایلینډ لا دمخه د ډیزلو د بیې کنټرول لیرې کړی او ویتنام مجبور شوی چې د تېلو په مالیاتو کې کمښت راولي ځکه د تېلو کمښت الوتنې محدودې کړې دي.
د تېلو کمښت پاکستان او بنګله دېش په څېر هېوادونه مجبور کړي چې تېل په اوسنیو لوړو بیو واخلي، چې دا د هغوی پر محدودو بهرنیو اسعارو ذخیرو سخت فشار راوړي.
ماهرین وايي چې اروپا به هم د اسیا په څېر ورته اغېزې احساس کړي، خو په نږدې څلور اونۍ ځنډ سره. په امریکا کې هم د تېلو د بیو لوړېدل خلک ځوروي، خو دا مهال سویل ختیځه اسیا تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې سیمه ده.
په افریقا کې هم د انرژۍ او وارداتو لوړ لګښتونه بودیجه تر فشار لاندې راولي او انفلاسیون (ګراني) زیاتوي. دا جګړه په لاتینه امریکا او کارابین کې هم د اقتصادي ودې د سستېدو لامل شوې ده.
په پایله کې، دا کړکېچ د اسیا د منځنۍ طبقې نازکتیا په ډاګه کوي، ځکه ډېر کسان د دې خطر سره مخ دي چې بېرته فقر ته ور وګرځي. هېوادونه اوس پر اوږدمهاله حل لارو بحثونه کوي، لکه د تېلو د برابرونکو هېوادونو تنوع، د اټومي انرژۍ پراختیا او د نوې کېدونکې انرژۍ رامنځته کول. د اسیا د پراختیایي بانک په وینا، جګړه هر څومره چې اوږده شي، ناوړه اغېزې به یې هم ډېرې وي.







