نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
چین د پنجشنبې په ورځ د رسنیو هغه راپور رد کړ چې ګواکې ایران به په راتلونکو څو اونیو کې تر ۴۰۰ پورې په چین کې د جوړ شویو او پر اوږه د اېښودل کېدونکو هوايي دفاعي توغندیو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي. چین ویلي چې دا راپور "رښتیا نه دی او هیڅ حقیقت نلري."
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
آرشیف

بیجینګ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران به تر ۴۰۰ پورې په چین کې جوړ شوي د هوايي دفاع د توغولو سیسټمونه ترلاسه کړي؛ بلخوا پاکستان هم په دغه احتمالي لېږد کې د کوم رول لرل په کلکه رد کړي دي.
چین د پنجشنبې په ورځ د رسنیو هغه راپور رد کړ چې ګواکې ایران به په راتلونکو څو اونیو کې تر ۴۰۰ پورې په چین کې د جوړ شویو او پر اوږه د اېښودل کېدونکو هوايي دفاعي توغندیو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي. چین ویلي چې دا راپور "رښتیا نه دی او هیڅ حقیقت نلري."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې 'مائو نینګ' په پېکینګ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هېواد یې په ډېرو مواردو کې د اړوندو مسایلو په اړه خپل دریځ په روښانه ډول بیان کړی دی. هغې زیاته کړه: "دا راپورونه حقیقت نلري او په بشپړ ډول بې بنسټه دي." نوموړې ټینګار وکړ چې چین "تل د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کړې ده."

پاکستان هم د چهارشنبې په ورځ هغه خبر په کلکه رد کړ چې پکې ادعا شوې وه چې اسلام اباد به د دغې جوپې لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه وکارول شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې اناتولیا خبري اژانس ته ویلي: "دا ټولې اوازې بې بنسټه او له حقیقت څخه لیرې دي. موږ دا ډول انګیرنې په کلکه ردوو."

رویټرز خبري اژانس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې ایران، چې له امریکا سره د روانې شخړې په ترڅ کې د خپلې دفاع پیاوړي کولو په لټه کې دی، تمه کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به د هوايي دفاعي سیسټمونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

په دغه راپور کې د ناڅرګندو سرچینو په حواله ادعا شوې وه چې دغه لومړۍ جوپه به د چین په لوېدیځ کې له 'ارومچي' ښار څخه بار او د پاکستان له لارې به ایران ته ورسېږي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله