د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین په جګړه کې به خپلو موخو ته ورسېږي او د بریا لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
ولادیمیر پوتین د سپټمبر میاشتې له ټاکنو وړاندې د روسیې د پارلمان د کاري دورې د پای ته رسېدو په مناسبت په کرملین ماڼۍ کې استازو ته وینا وکړه.
پوتین دې ته په اشارې سره چې له اوکراین سره د جګړې په تېرو ۴ کلونو کې له ټولو پېښو سره سره، روسیه له اقتصادي پلوه د چین، امریکا او هند وروسته په نړۍ کې څلورم او په اروپا کې لومړی مقام لري، وویل چې د دوی د اقتصادي ودې کچه د اروپايي ټولنې په پرتله لوړه ده.
پوتین څرګنده کړه چې د جګړې په ډګر کې "ډېر زړور ګامونه پورته کول" له ځان سره خطرونه هم لري او د دې بیه په جګړه کې د روسیې ځاني تلفات دي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه: "له همدې امله، موږ به دلته هم په دقت، هوډ او ثبات سره د هغو موخو په لور حرکت وکړو چې د هېواد لپاره ټاکل شوې دي او هغوی ته به ورسېږو."
هغه ټینګار وکړ چې اوسنی پړاو د روسیې لپاره یو ستونزمن او برخلیک ټاکونکی وخت دی، چې دا یوازې د پارلمان د غړو، حکومتي چارواکو او سیمه ییزو مشرانو له خوا نه، بلکې د هر عادي روسي وګړي له خوا هم درک کېږي. ده وویل: "موږ د یوې لویې مبارزې له دورې څخه تېرېږو."
پوتین ادعا وکړه چې روسیه له ۲۰۱۴ کال څخه مخکې او وروسته تر فشار لاندې وه، خو زیاته یې کړه: "د ۲۰۲۲ کال (د جګړې له پیل) راهیسې، لویدیځ د روس-دوښمنۍ (ماشین په خورا لوړ سرعت سره چالان کړی او نړیوال ریکارډونه یې مات کړي دي."
نوموړي وویل چې د اروپا "په نوم بندیزونه" کومه ګټه نه ده کړې او دا بندیزونه یوازې د اروپا او نورو هېوادونو خلکو ته زیان رسوي.
پوتین د یو نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د روسیې د خلکو "برخلیک" په خطر کې دی، "او دا کومه مبالغه نه بلکې یو حقیقت دی."
ولادیمیر پوتین پر دې ټینګار وکړ چې د روسیې خلکو تل د بهرنیو تیري کوونکو فشارونو او تاریخي ازمېښتونو په وړاندې په یووالي سره ځواب ورکړی او "دا تل همداسې وه او نن هم کټ مټ همدا پېښېږي."
هغه د اوکراین په وړاندې په "ځانګړو پوځي عملیاتو" کې ګډونوال د روسیې اتلان وبلل او د خلکو لخوا یې د هغوی د ملاتړ ستاینه وکړه. پوتین په پای کې وویل: "موږ به خپلو موخو ته ورسېږو او ټول په ګډه به د بریا او روسیې لپاره هر څه وکړو."






















