اردوغان وویل: "پر ولسونو باندې د 'الګوریتم فاشیزم' په نوم د یوه فشار راوستلو هڅه کېږي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمېنه انقره کې د اړیکو د دویمې شورا په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته وینا وکړه.
نوموړي خپله وینا په دې ډول پیل کړه: "زه د هغو رسنیزو منسوبینو یاد ته د رحمت دعا کوم چې د خپلو ایډیالیسټیکو او فداکاره هڅو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په غزه کې د اسرائیلو لخوا شهیدان شول."
ولسمشر اردوغان دې ټکي ته پام واړاوه چې موږ په داسې یو خوځنده
دور کې یو چې معلوماتو ته لاسرسی تر هر بل وخت ډېر چټک، اسانه او عام شوی دی. هغه وویل:
"د سپوږمکۍ او اړیکو په ټیکنالوژۍ کې نږدې هره ورځ یو نوی پرمختګ رامنځته کېږي. د نړۍ په بل سر کې یوه پېښه په څو دقیقو یا حتی ثانیو کې ملیاردونو خلکو ته رسېږي. هغه کارونه چې پخوا به یې ساعتونه، ورځې او اونۍ وخت نیوه، اوس یوازې په څو دقیقو کې په یوه تڼۍ یا امر سره ترسره کېږي."
هغه په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ماډلونو په فعالېدو سره په ټولو برخو کې، له تعلیم څخه نیولې تر رسنیو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، روغتیا او کرنې پورې، د دې ټیکنالوژیو د ګټو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:
"پر ولسونو باندې د 'الګوریتم فاشیزم' په نوم د یوه فشار راوستلو هڅه کېږي. په دې بهیر کې چې کوم مفهوم تر ټولو ډېر زیانمن شوی، هغه بې له شکه 'حقیقت' دی. په داسې حال کې چې د اړیکو بنسټیزه موخه؛ مخاطب ته په تر ټولو لنډه لار او تر ټولو کم وخت کې د سمو او باوري معلوماتو رسول دي."
ولسمشر اردوغان وویل: "زه د دغو ناستو ارزښت ډېر لوړ ګڼم چې پکې له عامه ډیپلوماسۍ څخه نیولې تر مصنوعي ځیرکتیا، له ناسمو معلوماتو پر وړاندې مبارزه، د پېښو او کړکېچونو اړیکې، د خبرونو تولید، د اړیکو قانون او ډیجیټل پلیټ فارمونو په څېر د اړیکو د برخې ټولې فرعي موضوعګانې څېړل کېږي."
هغه په پای کې وویل: "زه پوره باور لرم چې دا شورا د خپلو بډایه ګډونوالو او قوي منځپانګې له امله، په یوه داسې برخه کې لویه تشه ډکوي چې موږ یې ډېر احساس کاوه. زه هیله من یم چې د دې شورا موندنې، راپورونه او هغه پایلې چې سبا به د اعلامیې په بڼه خپرې شي، د تورکیې راتلونکی لیدلوری وټاکي او ان شاءالله زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت به نور هم پیاوړی کړي."





















