د دغې دوه ورځنۍ شورا پرانیسته به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون وشي.
د پروګرام په ترڅ کې به د دولتي بنسټونو، خصوصي سکټور، مدني ټولنو، رسنیو او علمي (اکاډمیکو) برخو استازي راټول شي ترڅو د اړیکو د تګلارو اوسنی حالت وڅېړي او د راتلونکي لپاره پر ستراتیژیو او وړاندیزونو خبرې وکړي.
د شورا په دویمه ورځ به د عامه اړیکو د ریاست د کنفرانس په تالار کې د بحثونو (پنلونو) ناستې جوړې شي. د اړیکو په برخه کې د بېلابېلو څانګو د کارپوهانو په ګډون له ترسره کېدونکو بحثونو وروسته به دا پروګرام پای ته ورسېږي.
د "تورکیې د پېړۍ" لیدلوري په رڼا کې په جوړېدونکې دې شورا کې هدف دا دی چې د "تورکیې د اړیکو ماډل" لپاره یو داسې چوکاټ رامنځته شي چې د پلي کېدو وړ وي.
د اړیکو د ریاست په مشرۍ د دغې دویمې شورا هدف دا دی چې د اړیکو په برخه کې د عامه تګلارو په پراختیا کې مرسته وکړي، د بېلابېلو سکټورونو استازي په یو ګډ پلیټ فارم کې راټول کړي او د تورکیې د اړیکو لیدلوري په اړه هراړخیزو ارزونو ته لاره هواره کړي.






















