تهران په خپل وروستي متقابل وړاندیز کې له واشنګټن څخه د تاوان او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د ایران دولتي نشراتي اژانس پریس تلویزیون راپور ورکړی چې د امریکا د سولې پلان په وړاندې د ایران وروستۍ متقابل وړاندیز له امریکا متحده ایالاتو څخه د تاوان غوښتنه کړې او د هرمز تنګي په اړه د تهران پر حاکمیت یې ټینګار کړی دی.
راپور وایي چې په دغه وړاندیز کې د بندیزونو د پای ته رسولو او په بهر کې د کنګل شویو ایراني شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه هم شوې ده.
تهران د امریکا پلان ځکه رد کړی چې د راپور له مخې، دا به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ “زیاتو غوښتنو” ته د تسلیمېدو معنا ولري.
د ایران په ځواب کې د “ایراني ملت بنسټیزو حقونو” باندې هم ټینګار شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل پلیټ فارم کې وویل چې د ایران وروستی ځواب یې ارزولی او دا یې “په بشپړ ډول د نه منلو وړ” بللی دی.
ډرون غورځول شوی
د ایران پوځ هم د دوشنبې په سهار وویل چې د هېواد په سوېل لوېدیځه سیمه کې یې د “دښمن کشفي بې پیلوټه الوتکه” را نسکوره کړې ده.
د رسمي ایرنا خبري اژانس په وینا، د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې دغه ډرون د ایران د ګډ هوايي دفاعي شبکې لخوا شنډه او ویجاړه شوې.
په بیان کې ویل شوي چې ډرون د هغو واحدونو لخوا راغورځول شوی چې د ایران په جنوب لویدیځ کې د ایران د ګډ هوايي دفاع مرکزي دفتر تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.
دا پیښه د ټرمپ د سولې پلان په اړه د تهران د وروستي غبرګون له ردولو وروسته د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په منځ کې رامینځته شوه.
سیمه ییز تاوتریخوالی د فبروري په ۲۸مه په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې زیات شوی، چې د تهران لخوا د غچ اخیستونکو بریدونو او په هرمز تنګي کې ګډوډي رامینځته شوه.
د اپریل په ۸مه د پاکستان د منځګړیتوب له لارې اوربند نافذ شو، خو په اسلام آباد کې خبرې اترې د دوامداره موافقې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې.
اوربند وروسته د ټرمپ لخوا د ټاکل شوي نیټې پرته وغځول شو.
د اپرېل له ۱۳مې راهیسې، امریکا د ایران د سمندري تګ راتګ پر ضد په دغه ستراتیژیکه لاره کې سمندري محاصره پلې کړې ده.














