د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې تهران ته په هرمز تنګي کې د محصول یا فیس اخیستلو اجازه ورکول به یو پراخ نړیوال بنسټ کېږدي. هغه وویل چې دا اقدام به یو (د لوبې بدلونکی) وي چې د امریکا لپاره د منلو وړ ندی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره هر ډول وروستۍ هوکړه چې په هرمز تنګي کې د کښتیو پر لېږد رالېږد یا سمندري تګ راتګ فیس پکې شامل وي، د امریکا لپاره به "د منلو وړ نه وي".
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د لیدنې پر مهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی به له ایران سره د هغې وروستۍ هوکړې مخالفت وکړي چې په هغې کې د کښتیو پر تګ راتګ د محصول اخیستلو اجازه ورکړل شوې وي؟ ټرمپ په ځواب کې وویل: "دا به زما لپاره د منلو وړ نه وي."
ولسمشر استدلال وکړ چې د دا ډول فیسونو اجازه ورکول به داسې یو بنسټ کېږدي چې نور هیوادونه به هم ورته غوښتنې وکړي. هغه وویل: "که تاسو د دوی لپاره دا کار وکړئ، نو باید د نورو لپاره یې هم وکړئ... زه به هلته هم اجازه ورنکړم... دا به د لوبې بڼه بدله کړي."
تېره اونۍ، ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو تفاهم لیک په بریښنایي ډول لاسلیک کړ چې موخه یې د هغې جګړې پای ته رسول دي چې واشنګټن او تل ابیب د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې پیل کړې وه. د دې هوکړې له مخې، واشنګټن او تهران به ۶۰ ورځې خبرې کوي (چې د غځولو امکان یې هم شته) ترڅو د ایران د اټومي پروګرام او نړیوالو بندیزونو په اړه یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ دا هم وویل چې امریکا له ایران سره په خبرو اترو کې "ډېر ښه پرمختګ" کوي.
د میناب ښوونځي پېښه:
کله چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په میناب کې پر یوه لومړني ښوونځي د امریکا د برید په اړه وپوښتل شول، په کوم کې چې تر ۱۷۰ ډېر کسان (اکثره یې زده کوونکې نجونې) وژل شوي وو، ټرمپ وویل چې د دې پېښې په اړه یې رسمي راپور نه دی لیدلی.
هغه زیاته کړه: "زه باید د راپور بشپړېدو ته انتظار وکړم... زه نه پوهېږم چې دوی به کله دا ستونزه حل کړي چې ملامتي د چا ده، ځکه په هغه وخت کې هر لور ته توغندي توغول کېدل." ټرمپ وویل چې څه پېښ شوي هغه "ویروونکي" وو، خو زیاته یې کړه: "چا وویل چې دا زموږ توغندی و. ښایي زموږ نه و، ما داسې څه نه دي لیدلي چې پرې باور وکړم چې دا کار موږ کړی دی. هلته د نورو خلکو لخوا هم ډېر توغندي توغول کېدل."
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وویل چې امریکا د دې پېښې تحقیقات "ډېر جدي" نیولي دي، خو ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی فکر نه کوي "دا کار موږ کړی وي."






















