نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مرکزي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، دا پېښه چې پر امنیتي ځواکونو د پرله پسې بریدونو تازه لړۍ ده، د چهارشنبې په شپه  په هنګو ولسوالۍ کې شوې ده.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې لږ تر لږه ۹ پولیس وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مرکزي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، دا پېښه چې پر امنیتي ځواکونو د پرله پسې بریدونو تازه لړۍ ده، د چهارشنبې په شپه  په هنګو ولسوالۍ کې شوې ده.

په دې سختې نښتې او ډزو کې ۲۸ نور پولیس ټپیان شوي، په داسې حال کې چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۵ بریدګر هم وژل شوي دي.

پولیسو د دغه برید پړه پر تحریک طالبان پاکستان چې هغوې ورته "فتنة الخوارج" وايي اچولې ده. دا هغه اصطلاح ده چې پاکستاني دولت یې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) د وسله والو لپاره کاروي.

تحریک طالبان پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان په شمال لوېدیځ او سویل لوېدیځ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسیساتو په بریدونو کې ښکېل بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید په کلکه وغانده او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړه.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او سویل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې د وسله والو بریدونو څپه خورا زیاته شوې ده.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله