ادعا شوې چې دا ۵۴مه MQ-9 ډوله بې پیلوټه الوتکه ده چې د ایران لخوا نسکوریږي.
د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې د هرمز تنګي په فضا کې یې د امریکا اړوند یوه MQ-9 ډوله بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د انقلابي ګارډ ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نن سهار د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بې پیلوټه الوتکه د ایران د هوایي دفاعي سیسټمونو لخوا ویشتل شوې او راغورځول شوې ده.
په دغه اعلامیه کې ادعا شوې چې دا یاده بې پیلوټه الوتکه، ۵۴مه MQ-9 الوتکه ده چې د ایران لخوا نسکوریږي.





















