نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه چې روسیه  او اوکراین باید په خپلو کې یوې هوکړې ته ورسېږي او د دې لپاره چانس شته. هغه وویل: "په نهایت کې باید ستونزه د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ حل شي."
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
پوتین

ولادیمیر پوتین په ولادیوستوک ښار کې د ۱۱مې ختیځې اقتصادي غونډې (فورم) په عمومي ناسته کې ګډون وکړ.

پوتین په دې فورم کې د وینا پر مهال دې ته اشاره وکړه چې امریکا به د اوکراین د کړکېچ له حل وروسته له روسیې سره پر اړیکو تمرکز وکړي او زیاته یې کړه:

"روسیه او اوکراین باید په خپلو کې یوې هوکړې ته ورسېږي. امریکا او چین په ګډون نور هېوادونه د دې پروسې ملاتړ ته چمتو دي. په پای کې باید ستونزه د جګړې د خواوو ترمنځ حل شي، چې دا خواوې روسیه او اوکراین دي. موږ باور لرو چې دا یو سم لیدلوری دی. له ټولو هغو کسانو مننه کوو چې د دې مسئلې په حل کې مرسته کوي. ایا د حل لپاره کوم چانس شته؟ زما په فکر هو، شته."

پوتین د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تورن کړ چې د روسیې ملکي هوانوردۍ (هوايي چلند) ته یې ګواښ کړی او ویې ویل: "دا د دولتي تروریزم څرګندونه ده. دا چاره د سولې د خبرو اترو ترسره کول ستونزمنوي. د اوکراین هغه لوېدیځ متحدین چې په دې اړه چوپ پاتې دي، هغوی د نړیوال تروریزم شریکان دي."

ولادیمیر پوتین دا هم وویل چې د استخباراتي ادارو له لارې له اوکرایني لوري سره اړیکې دوام لري.

روسي مشر په خپل هېواد کې د تېلو (سون توکو) د ستونزې په اړه وویل: "موږ باید هر څه ته چمتو واوسو."

پوتین د تېرې میاشتې هغې پېښې ته په اشارې سره چې په لایپزیګ-هالي هوايي ډګر کې یو چاودېدونکی ډرون موندل شوی و او له امله یې جرمني په بون ښار کې د روسیې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه، وویل: "جرمني د خپلو ډارونو (فوبیا) له امله روسي او جرمني اتباع له قونسلي او کلتوري خدمتونو بې برخې کړل. په برلین کې زموږ سفارت به د ویزو، پاسپورټونو او نوټري چارو مسوولیت پر غاړه واخلي."

 

وپلټۍ
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د اسرائیلو پوځ په سوریه د توپونو برید وکړ
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
د YPG ترهګریز سازمان یوه اعلامیه خپره کړه چې د منحل کیدو اعلان یې وکړ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
په غزه کې په یوه کور کې د اسرائیلو په برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول
د سوریې ولسمشر شارا وویل چې هیواد یې د بیارغونې او رفاه پروسې ته داخل شوی دی