د امریکا يوه قانون جوړوونکي د چهارشنبې په ورځ افشا کړه چې د ترامپ ادارې منلې ده چې په منځني ختیځ کې د یوه امریکایي الوتکې وړونکې بېړۍ د ماموریت د اوږدېدو پر مهال د نظامي پرسونل لخوا د ځان وژنې پینځه کيسونه او ټولټال ۸ هڅې شوې دي.
دا معلومات د سمندري ځواکونو د سرپرست وزیر هنګ کاو له خوا په هغه لیک کې راغلي چې د دیموکراتې سناتورې کرسټن ګیلي برانډ د پوښتنو په ځواب کې، د یو ایس ایس ابراهام لنکن دننه د روان وضعیت په تړاو استول شوی و.
تېر کال د نوامبر له میاشتې راهیسې چې دغه بېړۍ سمندر ته وتلې، دننه د ژوند د بدو شرایطو او له امله یې د شدیدو رواني ستونزو زیاتېدو خبرونو د امریکا په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی؛ هغه څه چې د ایران پر وړاندې د روانې امريکايي جګړې پر تګلاره یې د نیوکو لړۍ هم تنده کړې ده.
د سمندري ځواکونو د تر ټولو لوړپوړي ملکي چارواکي په لیک کې راغلي: «د لنکن بېړۍ د ماموریت له پیل راهیسې، په ټولې حملهکوونکې ډله کې ټولټال د ځان وژنې ۸ هڅې ثبت شوې دي.»
د اندېښنې وړ وضعیت
په لیک کې د ځان وژنې د دغو هڅو په اړه نور جزییات هم شریک شوي دي. د هغې له مخې، د هوایي برخې یوه عسکر «د اګسټ په لومړیو کې ځان له بېړۍ سمندر ته واچاوو»، خو د ژغورنې او لټون چورلکې لخوا وژغورل شو او د پرمختللو طبي درملنو لپاره له بېړۍ پردې خوا لېږدول شوی دی.
یو بل سرتېري بیا «په مارچ مياشت کې هڅه وکړه چې له بېړۍ ځان واچوي، خو د نورو ملګرو لخوا یې مخه ونیول شوه» او بېرته خپلې اصلي اډې ته واستول شو.
د لنکن بېړۍ د ۲۰۲۵ کال په نوامبر کې د سویل ختیځې اسیا او د چین سویل سمندرګي په لور له کالیفورنیا څخه خوځېدلې وه، خو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په پای کې د امریکا او اسرائیلو له ګډو پوځي عملیاتو دمخه یې لاره منځني ختیځ ته واړول شوه. دغې بېړۍ په سمندر کې د ۲۸۶ ورځو له تېرولو وروسته بالآخره د سپټمبر په لومړیو کې په تایلنډ کې لنډه وقفه وکړه.
د اګسټ په میاشت کې، د پوځیانو کورنیو او برخه والو سناتورانو د ځان وژنې د هڅو، د ناسمې رواني روغتیا، د خوړو د کمښت او له روغتیایي او حفظ الصحې پلوه د خورا بدو شرایطو له امله خپله سخته اندېښنه ښودلې وه.
دا ادعاوې هغه مهال د ډونالډ ترامپ لخوا رد شوې وې. همدارنګه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسیټ (Pete Hegseth) هم ادعا کړې وه چې پر بېړۍ روان وضعیت «غلط ځلول شوی او انعکاس ورکړل شوی دی».






















