علي الزیدي وروسته له هغه د لومړي وزیر په توګه ونومول شو چې د نوري المالکي پر سر (چې له ایران سره نږدې اړیکې لري) د ټرمپ د مخالفت له امله څو میاشتنی سیاسي کړکېچ روان و.
د عراق د لومړي وزیر په توګه نومول شوي علي الزیدي ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټلیفون وکړ، هغه ته یې د نوماندۍ مبارکي ورکړه او بلنه یې ورکړه چې د حکومت له جوړېدو وروسته امریکا ته رسمي سفر وکړي.
د روان کال په پیل کې ټرمپ ګواښ کړی و چې که مخکښ نوماند نوري المالکي د عراق راتلونکی لومړی وزیر شي، نو امریکا به له دغه هیواد سره خپلې ټولې مرستې بندې کړي. د ټرمپ دغه ګواښ عراقي مشران اړ کړل چې بل چا پسې وګرځي، چې بالاخره د علي الزیدي ټاکل کېدو ته لاره هواره شوه.
د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وویل چې ټرمپ "له حکومت جوړولو وروسته واشنګټن ته د سفر رسمي بلنه ورکړه." بیان زیاته کړه چې الزیدي او ټرمپ د عراق او متحده ایالاتو ترمنځ پر "ستراتیژیکو دوه اړخیزو اړیکو" او په سیمه کې د ثبات پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' (Truth Social) ولیکل: "موږ هغه ته د یو داسې حکومت په جوړولو کې د بریالیتوب هیله کوو چې له ترهګرۍ پاک وي او د عراق لپاره یو روښانه راتلونکی وړاندې کړي." هغه زیاته کړه: "دا زموږ د ملتونو ترمنځ د یو ستر نوي څپرکي پیل دی – د داسې سوکالۍ، ثبات او بریالیتوب پیل چې مخکې هیڅکله نه و لیدل شوی. علي، یو ځل بیا مبارک شه!"
له پارلماني ټاکنو پنځه میاشتې وروسته، د عراق ولسمشر نزار عمیدي تېره دوشنبه سوداګر علي الزیدي د لومړي وزیر په توګه ونوماوه او هغه ته یې ۳۰ ورځې وخت ورکړ چې په اوسنیو سختو سیاسي شرایطو کې خپله کابینه جوړه کړي.
سیمه ییز کړکېچونه او د نوي حکومت جوړول د الزیدي نوماندي له هغو میاشتو جنجالونو وروسته وشوه چې ټرمپ له نوري المالکي سره مخالفت وکړ. پر عراق د ۲۰۰۳ کال له برید وروسته امریکا په دغه هیواد کې لوی نفوذ لري، خو دغه یرغل ګاونډي ایران ته هم لاره هواره کړه چې خپل نفوذ پراخ کړي. له هغه وخت راهیسې، عراقي مشران تل هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په اړیکو کې توازن وساتي.
تمه کیږي چې د عراق نوی لومړی وزیر به د واشنګټن د هغې پخوانۍ غوښتنې په اړه اقدام وکړي چې وايي بغداد باید هغه "ایران پلوې" وسله والې ډلې بې وسلې کړي چې امریکا یې ترهګر سازمانونه بولي.
د منځني ختیځ د وروستۍ جګړې پر مهال، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو له ګډ برید وروسته پیل شوه، دغو وسله والو ډلو په عراق کې د امریکا ګټې، سفارت، هوایی ډګر او د تېلو ساحې په نښه کړې وې. واشنګټن هم په ځواب کې د هغوی پر مرکزونو بریدونه وکړل او لسګونه غړي یې ووژل.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، واشنګټن پر بغداد فشار راوړی چې د دغو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي؛ د دې فشار په توګه یې عراق ته د نغدو ډالرو لېږل ځنډولي او د امنیتي پروګرامونو بودیجه یې کنګل کړې ده. په تېرو دوو اونیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو ډلو د دریو مشرانو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې انعامونه هم اعلان کړي دي.








