د وال سټریټ ژورنال د چهارشنبې د ورځې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شخصي ډول له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو د اعلان پر موضوع غور کوي، خو ورسره جوخت پنټاګون په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول په پټه غځوي.
ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره پر دې بحث کړی چې "آیا له ایران سره جګړه پای ته ورسول شي که نه؟" او دا د ولسمشر خپله "خوښه" ده. ټرمپ باور لري چې د سخت اقتصادي فشار دوام به بالاخره تهران مجبور کړي چې "یا خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي او یا هم له پاشل کېدو سره مخ شي."
امریکا تېره اونۍ د (د اقتصادي شړنې عملیات) په نوم یو اقدام پیل کړ چې د ایران مهمې اقتصادي رګونه لکه تېل، سمندري لېږد رالېږد، هوانوردي، سره زر، ټیکنالوژي او ډیجیټل شتمنۍ په نښه کوي.
سره له دې چې په شخصي لیدنو کې د جګړې د پای ته رسولو خبرې کېږي، پنټاګون د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو موده غځوي؛ دا یو نښه ده چې جګړه ښايي "د راتلونکي کال تر وروستیو پورې" دوام وکړي.
پوځي ځواکونه د ۵۰،۰۰۰ سرتېرو او ۱۹ جنګي بېړیو په درلودلو سره، چې پکې دوه الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۳ د توغندیو ضد بېړۍ شاملې دي، خپل حضور ته دوام ورکوي ترڅو ولسمشر ته په عملیاتي ډګر کې "انعطاف" (Flexibility) چمتو کړي.





















