روسیې او اوکراین د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د شپنیو هوايي بریدونو په تړاو پر یو بل تورونه ولګول. کییف ویلي چې د هېواد په پلازمېنه او د خارکیف په شمال ختیځه سیمه کې اته کسان وژل شوي دي.
د شپې په اوږدو کې د کییف ښار پوځي ادارې د اوکراین په پلازمېنه کې د توغندیز برید خبرداری ورکړ. له هغې وروسته ادارې راپور ورکړ چې د ښار په سویاتوشینسکي او سولومینسکي ولسوالیو کې دوه ګودامونه زیانمن شوي، او په نورو سیمو کې هم د زیانونو راپور ورکړل شوی دی.
د اوکراین د دولت د بېړنیو حالاتو ادارې د پنجشنبې په سهار پر ټیلیګرام ویلي چې په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه اته نور ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې په وینا: «ټول اړین بېړني خدمات د پېښو په ځایونو کې پر فعالیت بوخت دي.» ادارې همدارنګه ویلي چې د شپنیو روسي بریدونو له امله د اوکراین په سویلي اودیسا سیمه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
دې ادارې وویل چې د اودیسا په سیمه کې د روسي بریدونو له امله په یوه سوداګریز مرکز کې، چې مخکې هم په نښه شوی و، اور ولګید. په یوه بله سیمه کې یوې دوه پوړیزې شخصي استوګنیزې ودانۍ هم اور واخیست، چې هلته د ټپیانو راپور ورکړل شوی دی.
ادارې زیاته کړه چې د ښار د یوه اووه پوړیزه روغتون د ودانۍ چت او یوه لس پوړیزه غیر استوګنیزه ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
په جلا توګه، د خارکیف والي اولیح سینیهوبوف وویل چې د ستارا هنیلیتسیا په کلي کې پر یوه فارم د سهارني برید له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د شپې لخوا د روسیې له لوري د توغول شویو ۲۸۲ بېپیلوټه الوتکو له ډلې ۲۲۰ ویشتلي، او اووه توغندي یې هم راپرځولي دي.
په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې دوی په کیف کې د ډرون تولید او د مخابراتو مرکزونو کې دخیل یو شمیر تاسیساتو باندې لوی برید کړی چې د اوکراین پوځ ته خدمات وړاندې کوي.
دې وزارت زیاته کړې چې په اودیسا کې یې دوه لوژستیکي مرکزونه هم په نښه کړي، چې «له اروپايي هېوادونو څخه اوکراین ته د رارسېدونکو پوځي او دوه ګوني استعمال لرونکو توکو د زېرمه کولو او وېشلو لپاره کارېدل»، او همدارنګه یې په چورنومورسک بندر کې یو ټانکر په نښه کړې چې «د اوکراین وسله والو ځواکونو لپاره د ټاکل شوي تېلو» لېږد یې کاوه.
دغه وزارت همدارنګه ادعا کړې چې د شپې لخوا یې په شپږو سیمو او همدارنګه پر کریمیا کې، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له ځان سره ضمیمه کړه، ۴۰ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې راپرځولې دي.
د روسیې په سویلي کراسنودار سیمه کې عملیاتي مرکز ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو له امله د دینسکوی په ولسوالۍ کې په یوه نامعلوم تاسیساتو کې اور لګیدلی.
بیان زیاتوي: "هیڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. پنځوس پرسونل او د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د قطعاتو په ګډون ۱۵ تجهیزات د اور وژنې لپاره ګمارل شوي دي."
د روانې جګړې له امله د ادعاوو خپلواکه تایید ستونزمن دی.
روسیې او اوکراین دواړو په وروستیو میاشتو کې د یو بل لوژیستیکي مرکزونه، بندرونه او د انرژۍ زیربناوې په نښه کړي دي.
دواړه خواوې په قصدي توګه د ملکي بنسټونو په نښه کول ردوي، په دې باور دي چې د دوی بریدونه په نظامي اهدافو یا د نظامي فعالیتونو پورې تړلي تاسیساتو باندې دي.






















