پولیسو د "Salsa on St. Clair" جشن ته څېرمه له وسله والې نښتې وروسته سیمه خوندي کړې او د مشکوک بریدګر د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
د ټورنټو پولیسو د یوه فعال وسله وال بریدګر د نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په هغې سیمه کې یې، چې هټۍ او رستورانتونه پکې دي، دوه تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د ټورنټو پولیسو پر اېکس (X) شبکه کې په یو خپاره کړي پیغام کې ویلي: "هیله ده سمدستي له سیمې لیرې شئ او د پولیسو ټولو لارښوونو ته پام وکړئ."
چارواکو وروسته په یو بل پیغام کې وویل: "پولیسو د پېښې ځای خوندي کړی دی."
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې دا ډزې په هغه سیمه کې شوې چې د سالسا (Salsa) یو جشن پکې روان و.
د ټورنټو پولیسو څرګنده کړه چې د "Salsa on St. Clair" جشن ته څېرمه په "St. Clair Avenue West" او "Arlington Avenue" سیمو کې له ډزو وروسته پنځه کسان ویشتل شوي موندل شوي دي.
چارواکو په پیل کې د عملیاتو پر مهال له خلکو وغوښتل چې له سیمې لیرې پاتې شي. پولیسو وروسته خبر ورکړ چې سیمه خوندي شوې ده، خو د مشکوکو کسانو یا د چا د نیول کېدو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
په سیمه کې د پولیسو پراخ شتون تر سترګو کیږي. "Salsa in Toronto" یو کلتوري جشن دی چې لاتیني نڅا او موسیقي پکې نندارې ته وړاندې کیږي.
دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې تېره میاشت په مونټریال کې هم ورته پېښه شوې وه، چې هلته یو بریدګر د یو پولیس افسر په ګډون دوه تنه ووژل او بیا وروسته پخپله د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
همدارنګه د فبرورۍ په میاشت کې، د "Tumbler Ridge" په نوم د کانونو په یو کوچني ښارګوټي کې، په یو ښوونځي کې د برید پر مهال د بریدګر د مور او میرني ورور په ګډون اته تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول؛ بریدګر وروسته ځان وواژه.
د شنبې په ورځ د ټورنټو د واټونو جشن ته نږدې په ډزو کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شول؛ پولیسو لومړی د یو فعال بریدګر په اړه خبرداری ورکړ، خو وروسته یې اعلان وکړ چې سیمه یې خوندي کړې ده.


















