سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره اوله سیالي کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د را روانې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.
د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره اوله سیالي کوي
/ AP

د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره اوله سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د را روانې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.

د راشد خان په مشرۍ د لوبډلې په نوملړ کې ټولټال ۱۷ لوبغاړي شامل دي.

د مهالوېش له مخې، د درو واړو هېوادونو تر منځ دا لوبلړۍ جمعه (اګست ۲۹) په شارجه کې پیلېږي.

د لوبې لومړۍ لوبه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ ده چې تر ډېره به د کرېکټ مینه ‌والو پام پرې ورټول وي. په اماراتو کې ګڼ شمير افغانان او پاکستانیان اوسېږي او په تېر کې یې هم د دواړو هېوادونو لوبه په ولولو کتلې ده.

د افغان لوبډلې دویمه لوبه به د سپتمبر پر لومړۍ نېټه له متحده عربي اماراتو سره وي.

د لوبډلې په ۱۷ کسیز نوملړ کې راشد خان، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګوربز، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نور احمد لکڼوال، دروېش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، الله محمد غضنفر، فرید ملک او عبدالله احمدزی شامل دي.   

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې دا لوبلړۍ به د کرېکټ اسيا جام سیالیو لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولوبوي.

ټاکل شوې د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ د دې لوبلړۍ له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته د سپتمبر پر نهمه نېټه د هند په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله