نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه کې یو انځور خپور کړ چې یوه نقشه پکې وه او پر هغې د هرمز تنګي ته د "امریکا نوې خاوره" نوم ورکړل شوی و؛ دې کار د یادې اوبنۍ لارې د امریکا د خاورې اعلانولو په اړه د هغه پخوانۍ خبرې یو ځل بیا تکرار کړې.
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
ټرمپ هرمز

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې ویلي وو چې د ایران له "ماتې" وروسته به دا ستراتیژیکه اوبنۍ لاره د متحده ایالاتو خاوره اعلان کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هرمز تنګي د امریکا د خاورې په توګه د اعلانولو په اړه له خپلو تېرو څرګندونو څو ورځې وروسته، یو داسې انځور خپور کړ چې دغه تنګی پکې د امریکا د قلمرو په توګه ښودل شوی دی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه کې یو انځور خپور کړ چې یوه نقشه پکې وه او پر هغې د هرمز تنګي ته د "امریکا نوې خاوره" نوم ورکړل شوی و؛ دې کار د یادې اوبنۍ لارې د امریکا د خاورې اعلانولو په اړه د هغه پخوانۍ خبرې یو ځل بیا تکرار کړې.

"بشپړ کنټرول"

د اګست په ۱۴مه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال، ټرمپ ادعا وکړه چې د امریکا سمندري ځواکونو د هرمز په تنګي کې بشپړه محاصره (بندیز) لګولې ده.

هغه وویل: "وروسته له دې چې د ایران ماتول مو پای ته ورسول – چې دا مهال له سختې ماتې سره مخ دی – ډېر ژر به د هرمز تنګی د متحده ایالاتو خاوره اعلان کړم."

په یو بل ټولنیز پیغام کې، ټرمپ لیکلي چې امریکا د هرمز پر تنګي "بشپړ کنټرول" لري او باور لري چې واشنګټن کولی شي دغه کنټرول وساتي.

بل خوا، ایراني چارواکو په وار وار ویلي چې تر هغه چې امریکا خپله لاسوهنه او سمندري محاصره پای ته ونه رسوي او د جون په ۱۷مه د تهران او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې شرطونه پوره نه کړي، دغه تنګی به بېرته پرانیستل نه شي.

 

وپلټۍ
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول