د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د لویدیځ بنګال په کلکته کې په یوه هوټل کې د نامعلوم دلیل له امله، د ځایي وخت شاوخوا دوه بجې اور ولګېد.
د اور د خبر تر لاسه کیدو وروسته مسؤل کسان سیمې ته ورسېدل او له هوټله يې له ۵۰ څخه ډیر کسان تخلیه کړل.
چارواکو ویلي چې په اورلګیدنه کې نهه کسان مړه شوي او شپږ ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
د اور وژنې چارواکو خبر ورکړی چې مړه شوي کسان هغه بنګلهدېشۍ وګړي وو چې د روغتیایي سیاحت لپاره کولکاتا ښار ته سفر کړی و.





















